1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ډاکټر: بايدن له روغتيايي اړخه کاملا «د خپلې دندې وړ دی»

۱۴۰۲ اسفند ۱۰, پنجشنبه

د جو بايدن ډاکټر ويلي دي چې د ۸۱ کلن ولسمشر روغتيايي وضعيت د دندې تر سره کولو وړ دی. په وينا يې بايدن روغتيايي شکايت نه لري.

https://p.dw.com/p/4d1DX
USA San Francisco 2024 | Präsident Biden erreicht Wahlkampfveranstaltung
د امرِيکا د متحده ايالاتو ولسمشر جو بايډنانځور: Manuel Balce Ceneta/AP Photo/picture alliance

د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر جو بايدن ډاکټر، کېوين اوکونر، د چهار شنبې په ورځ (۲۰۲۴ کال د فبرورۍ ۲۸) وويل چې ولسمشر روغ دی.

اوکونر له هغه وروسته دا خبره کړې ده چې د بايدن کلنۍ روغتيايي معاينات يې بشپړ کړل. دغه ډاکټر ويلي دي: «هغه د پخوا په شان د خپلو ټولو مسؤليتونو لپاره په بشپړه توگه وړ دی، بېله دې چې کومه استثنی» موجوده وي. د هغه په وينا معايناتو وښودله چې «د اندېښنې هيڅ نوې خبره» نشته.

د ولسمشر بايدن دغه معاينات د واشنگټن په «والټر ريډ» روغتون کې وشول. د دغو معايناتو نتايجو ته په داسې حال کې خورا په لېوالتيا انتظار کېده، ولې چې د بایدن د زيات عمر له کبله د هغه د روغتيايي وضعيت په تړاو بحثونه ادامه لري.

«د ولسمشرۍ سره تړلې وظايف په بريا پوره کولای شي»

د بايدن ډاکټر ويلي دي: «ولسمشر بايدن روغ، فعال او داسې قوي ۸۱ کلن دی، چې د پخوا په شان د دې جوگه دی چې د ولسمشرۍ سره تړلې وظايف په بريا پوره کړي.»  

 د ډاکټر په راپور کې څو وړو او تر مخه لا معلومو روغتيايي ستونزو ته اشاره شوې ده، چې پکښې د ستون فقراط له زيات سولېدل کېدنې له کبله د بايدن شخ تگ او د زړه يوه وړه ستونزه چې ويل شوي تر پخوا يې زيات تغير نه دی کړی، پکښې شامل دي.

د بايدن په روغتيايي راپور کې ويل شوي دي چې هغه د خوب پر وخت د اخلالونو د مخنيوي په مقصد له يوې آلې کار اخلي او دا چې بايد د غاښ له کبله يې عاجل مراقبت شوی دی. د اوکونر په راپور کې راغلي دي چې پرېکړنده دا ده چې په بايدن کې د عصبي ستونزو لکه پارکينسون يا د دماغي سکتې نخښې نښانې نشته.

پخپله بايدن ويلي دي چې يوازينۍ اندېښنه يې دا ده چې ډاکټران فکر کوي، »چې زه ډېر ځوان معلومېږم.« بايدن زياته کړې ده چې هر څه »ډېر عالي« دي. د بايډن د روغتيا په تړاو دغه راپور په داسې حال کې خپريږي چې د ولسمشر لپاره د گوند دننه غوره کانديداتورۍ لپاره ټاکنې ادامه لري. په دې ترڅ کې بايډن هم د خپل دموکرات گوند کانديد دی او تازه يې په ميشيگن کې ټاکنې وگټلې.

د امريکا د تاريخ تر ټولو زيات عمر لرونکی ولسمشر

بايدن اوس لا د امريکا د تاريخ تر ټولو زيات عمر لرونکی برحال ولسمشر دی چې له کبله يې د هغه روغتيايي وضعيت يوه سياسي موضوع هم ده. د متواترو مغالطو او د خولې د تېروتنو او د يو ځانگړي مفتش د تنقيدي څرگندونو وروسته د ديموکرات سياستوال بايدن د دماغي او فيزيکي روغتيا په هکله د هغه په رايه ورکوونکو کې شکونه مخ پر زياتېدو دي.

ځانگړي مفتش رابرټ هور، په خپل راپور کې ليکلي ول چې ۸۱ کلن بايډن داسې معلوميږي لکه يو »ښه نيت لرونکی، زوړ سړی چې حافظه يې کمزورې وي.« له دې مخکې بحثونه راپارېدلې ول ځکه چې بايدن د آلمان پخوانۍ صدراعظمه انگېلا مېرکل د مړه شوي پخواني صدراعظم هلموټ کول او د فرانسې ولسمشر ايمانيول ماکرون يې د مړه شوي فرانسوي ولسمشر فرانسوا ميتغا سره مغالطه کړي ول.

يو کال تر مخه هم د بايدن د روغتيايي معايناتو وروسته هغه د خپلو وظايفو لپاره په روغتیايي توگه وړ او جوگه بلل شوی و.

خو د بايدن زيات عمر له کبله د هغه د روغتيايي وضعيت په هکله اندېښنې هميشه ردې کړل شوي دي. بايدن د اونۍ په پېل کې د يوې تلويزيوني مرکې پر وخت خپل مخالف کانديد ډونلډ ترمپ باندې سخت گوذارونه وکړل. بايډن وويل: »هغه بل کس ته وگورئ... هغه تقريبا دومره زوړ دی لکه زه، خو د هغه د خپلې مېرمنې نوم لا په حافظه کې نه پاتيږي.«

آ./ا.ا./ن.ز.

پر دغه موضوع زموږ له آرشيف څخه (01.04.2017) انځوريز راپور: