1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د مشيګن مقدماتي ټاکني ترمپ او بايدن ګټلي

۱۴۰۲ اسفند ۹, چهارشنبه

داسې ښکاري چې ترمپ او بايدن، به د ۲۰۲۰م کال د ولسمشرۍ ټاکنو سيالۍ تکرار کړي. خو په مشيګن کې د عرب – امريکايانو د پاموړ شمير په غزې تراډه کې د جګړې په اړه د تګلارو له کبله د بایدن له ملاتړه لاس اخيستی دی.

https://p.dw.com/p/4cyyD
US-Midterm 2022 I Joe Biden v Donald Trump
بايدن او ترمپ په مشيګن کې مقدماتي ټاکنې ګټلي دي

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن، او پخواني جمهور رئيس دونالد ترمپ، د سه شنبې په ورځ د ديموکراتانو او جمهوري غوښتونکو مقدماتي ټاکنې ګټلي دي او په دې ترتيب داسې ښکاري چې دوی به د ۲۰۲۰م کال د ولسمشرۍ ټاکنو سيالۍ تکرار کړي.

خو دامريکا په مشيګن ايالت کې دعرب –  امريکایانو ټولنې يوه غورځنګ چې په ټول هېواد کې د عرب – امريکايانو تر ټولو ستره ټولنه ده، په غزه کې د جګړې په اړه د بایدن د تګلارو په اعتراض کې د نوموړي برحاله ولسمشر له ملاتړه لاس اخيستی دی.

«مشيګن ته غوږ ونیسئ» څرنګه يو غورځنګ دی؟

د «مشيګن ته غوږ شئ» غورځنګ ته پراخه تبليغ د کانګرس په خټه د فلسطينۍ غړۍ رشيده طليب، له خوا کیږي چې موخه یې بایدن ته د يوه پېغام ليږدول دي.

د دې غورځنګ پلویانو ګواښ کړی دی چې که چېرې بايدن د جګړې په اړه خپلو تګلارو ته تغير ور نه کړي نو د نوامبر د ټاکنو په ترڅ کې به په دې مهم ایالت کې نوموړي ته رایې ور نه کړي.

بایدن د ۲۰۲۰م کال په ټاکنو کې په مشيګن کې ترمپ ته يوازې د ۲،۸ سلنه شميرو په توپير سره ماته ورکړې وه.

طليب په دې اړه وويل: «زه نن وياړم چې را داخله شوم، د ديموکراتانو د رایې پاڼه مې را واخيستله او د «بې تعهده يا ناتائيد شوې» خانه مې انتخاب کړه.» هغې وويل: «کله چې د مشيګن ۷۴ سلنه ديموکراتان د يوه اوربند ملاتړ کوي او اوس ولسمشر بايدن موږ ته غور نه نيسي نو همدا لاره ده چې موږ د ديموکراسۍ په کارولو سره ووايو، «غوږ ونيسئ ... مشيګن ته غوږ ونیسئ.»

په امريکا کې مقدماتي ټاکنې
په امريکا کې مقدماتي ټاکنېانځور: Mostafa Bassim/Anadolu/picture alliance

لومړۍ شميرې ښيي چې «بې تعهده يا ناتائيد شوې» رایې د رایو د مرکزونو تر تړل کيدو سملاسي وروسته ۱۹ زره وې.

ځينو په خټه عربي امريکايي رايې ورکوونکو له خبري آژانسونو سره په خبرو کې د حماس پر ضد جګړه کې د بايدن له خوا د اسرائيل ملاتړ ته په اشارې سره خپله نااميده څرګنده کړې ده او ويلي يې دي چې دوی کيدای شي ترمپ ته رایه ورکړې. په غزه کې د اسرائيل او حماس وسله والې ډلې ترمنځ جګړه کې د په خپلواکه توګه ناتائيد شويو راپورونو له مخی تر اوسه څه نا څه ۳۰ زره فلسطينيان وژل شوي دي.

دا جګړه تر هغه وروسته پېل شوه چې حماس د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر مياشتي پر ۷مه د اسرائيل په جنوب کې د بریدونو په ترڅ تقريباً ۱۲۰۰ کسان ووژل. د حماس ډله پر نورو سربیره د امريکا له خوا هم د يوه ترهګر سازمان په توګه درجه بندي شوې ده.

ترمپ په مقدماتي ټاکنو کې مخکې دی

په دې منځ کې ترمپ د لومړيو پړاونو په شان خپل ځای ساتلی دی او د جمهوري غوښتونکو د اکثريت ټاکونکو رایې یې ګټلي دي.

نوموړي د شنبې په ورځ د جمهوري غوښتونکو خپلې يوې مخکښې سيالې نیکي هيلي، ته د هغې په ټاټوبي جنوبي کارولاېنا کې ماتې ورکړه.

د نیکي هيلې د کمپاين وياندې اوليويا پيریز –  کوباس، وويل چې د مشيګن نتایج «په نوامبر میاشت کې د ترمپ له پاره د خبرداري نخښه ده»

هغې وويل: «دا ښايي د خبرداري يوه بله نخښه وي چې څه چې په مشيګن کې پېښ شول، په ټول هېواد به پېښ شي. تر څو دونالد ترمپ د جدول په سر کې دی، جمهوري غوښتونکي به د کيڼ اړخو سوسيالستانو په مقابل کې ماته خوري. زموږ اولادونه د ښو مستحق دي.»

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب