1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

بایدن تر معايناتو وروسته د «دندې له پاره وړ» بلل شوی

۱۴۰۱ بهمن ۲۸, جمعه

امريکايي ډاکترانو ولسمشر جو بايدن «روغ» او له بدني لحاظه «قوي» بللی دی. په۸۰ کلنۍ کې هغه د امریکا د ولسمشر په توګه دنده ترسره کوونکی تر ټولو سپين ږيری کس دی او تمه کیږي چې د ۲۰۲۴م کال ټاکنو له پاره هم چمتو کیږي.

https://p.dw.com/p/4NeTm
USA Washington Weißes Haus | Joe Biden, Präsident
انځور: Kevin Lamarque/REUTERS

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن د پنجشنبې په ورځ تر درې ساعته معایناتو وروسته د ډاکترانو له خوا د «دندې له پاره مناسب» اعلان شو.

د دې معايناتو نتايجو ته له دې کبله په ډېر شدت سره انتظار کيده چې اتيا کلن بايدن د ولسمشرۍ د ممکنه دويمې دورې له پاره په ۲۰۲۴م کال کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د احتمالي ګډون له پاره چمتووالی پېل کړی دی.

د بایدن ډاکترانو څه ويلي؟

د ميري لند په «والتر ريد» ملي پوځي روغتيايي مرکز کې د هر اړخیزو معايناتو په ترڅ کې ځيني نسبتاً کوچني شيان موندل شوي دي. په دې کې د نوموړي په سينه کې د موجود يوه معمولي زخم يا کوچنۍ دانې ايستل شامل دي. خو ډاکترانو هغه د سږو د هر ډول ناروغيو له علايمو پاک اعلان کړی دی، په داسې حال کې چې نوموړی تېر کال دوه ځلي په کرونا اخته شوی وو.

اړونده موضوع:رسنۍ: د بایدن په دفتر کي نور سري اسناد پیدا سوي

د سپينې ماڼۍ له خوا په خپاره شوي يوه ليک کې د بايدن د ډاکتر کيون له قوله راغلي: «ولسمشر جو بايدن يو روغ او قوي اتيا کلن سړی دی چې د ولسمشرۍ دندو په برياليتوب سره سرته رسولو له پاره مناسب دی. په دې دندو کې د اجرايوي رئيس ترڅنګ د دولت د مشر او د پوځ د مشر په توګه دندې هم شاملې دي.»

 د يو شمير نظرپوښتنو نتايج ښيي چې رايه ورکوونکي داسې انديښنې هم لري چې که چېرې هغه د دويمې دورې له پاره وټاکل شي نو نور څلور کاله به پر دې څوکۍ پاته شي او که نه.
د يو شمير نظرپوښتنو نتايج ښيي چې رايه ورکوونکي داسې انديښنې هم لري چې که چېرې هغه د دويمې دورې له پاره وټاکل شي نو نور څلور کاله به پر دې څوکۍ پاته شي او که نه.انځور: Kevin Lamarque/REUTERS

ډاکتر یې زياته کړې: «ولسمشر د دندې له پاره په بشپړه توګه وړ دی او بې له کومې ستونزې ټولې دندې سرته رسولی شي.»

ډاکتر دا هم ويلي دي چې بايدن د هر ډول جدي عصبی ستونزو لکه «فلج، ام اس، پارکنسون او يا د ليترل سکلیروس ناروغيو» څخه پاک دی.

بايدن او د دويم دورې له پاره احتمالي نوماندي

جو بايدن د امريکا د ولسمشر په توګه دنده ترسره کوونکی تر ټولو سپين ږيری کس دی. تېره اوونۍ له پي بي اس سره د يوې مرکې په ترڅ کې نوموړي ويلي ول چې هر څوک چې د خپل سن په اړه اندېښمن وي هغه دې وګوري چې زه ولسمشر يم.

خو د يو شمير نظرپوښتنو نتايج ښيي چې رايه ورکوونکي داسې انديښنې هم لري چې که چېرې هغه د دويمې دورې له پاره وټاکل شي نو نور څلور کاله به پر دې څوکۍ پاته شي او که نه. د دويمې دورې د پای پر وخت به هغه ۸۶ کلن وي، کوم چې په امریکا کې د نارينه وو د اوسط عمر څخه ۱۳ کاله زيات عمر دی.

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: