1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

امریکا: موږ د اوکراین په جګړه کې د پام وړ پرمختګ شاهدان یو

۱۴۰۲ شهریور ۱۱, شنبه

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي ادعا کړې چې د اوکراین پوځ په تېرو۷۲ ساعتونو کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي. خود روسيې د دفاع وزارت ادعا کړې چې په زاپوريژيا او دونيتسک کې د اوکرايني ځواکونو بريدونه ناکامه سوي دي.

https://p.dw.com/p/4VsKR
Kopenhagen | Der ukrainische Präsident Wolodymyr Selenskyj besucht Dänemark
انځور: Thomas Traasdahl/Ritzau Scanpix/picture alliance

د جمعې په ورځ (د سپټمبر په لومړۍ نیټه) د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وویل چې د اوکراین پوځ په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. تر اوسه لوړپوړو امریکايي چارواکو له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین د پوځ د بریا په اړه ډېر لږ څه ویلي دي.

د کربي په وینا، اوکراین د روسیې د دفاع د دویمې کرښې په وړاندې «د زاپوریژیا په سیمه کې د لومړۍ کرښې په جنوب کې» بریا ترلاسه کړې ده.

د روسیې دفاع وزارتهم تائید کړه چې د زاپوریژیا او دونیتسک ته څېرمه «درنې او پیچلې» نښتې سوې، خو ټینګار کوي چې په دغو سیمو کې د اوکرایني ځواکونو بریدونه لا هم ناکامه سوي دي.

د اوکراین په ختیځ کې د نویو سیمو د نیولو ادعا کیږي

دغه وزارت همداراز اعلان وکړ چې د اوکراین په ختیځ کې د کوپیانسک ښار ته څېرمه یې ځینې مهمې سیمې نیولې دي.

د روسيې د دفاع وزارت د راپور له مخې ادعا شوې چې « د کوپيانسک په لاره کې پوځي واحدونو د دښمن د مهمو پوستو او لوړوالي په نيولو سره خپل تکتيکي حالت ښه کړ.»

د دغه رپوټ له مخې اوکرایني ځواکونو ته په دغو بریدونو کې «د پام وړ» تلفات اوښتي دي.

د اوکراین جګړه کېف ته نژدې پر تاراسیوکا د روسیې برید
د اوکراین جګړه کېف ته نژدې پر تاراسیوکا د روسیې بریدانځور: Volodymyr Tarasov/Avalon/Photoshot/picture alliance

د اوکراین سیمه ییزو چارواکو له دې مخکې د جزظیاتو له خپرولو پرته په څو سیمو کې د نښتو خبر هم  ورکړی وو.

اوس مهال، دا ممکنه نه ده چې د دواړو لورو لخوا خپاره سوي معلومات تائید سي.

«په یوه اونۍ کې ۲۸۱ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې نسکورې سوې دي»

د روسیې دفاع وزارت وايي، په روانه اونۍ کې یې د دغه هېواد پوځ ۲۸۱ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې رانسکورې کړې، چې له دې ډلې یې ۲۹ د روسیې په لوېدیځ کې  لمنځه وړل سوې.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه د اوکراین پر ضد د پوځي یرغل له پیل راهیسې، روسیې په پرله پسې ډول د ایراني او غیري ایراني بې پیلوټه الوتکو په مرسته د ملکي اهدافو په ګډون د اوکراین پر ښارونو بریدونه کړي دي.

زیلینسکي: د کریمیا لپاره ډیپلوماټیک حل سته

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکيبیا ټینګار وکړ چې د کریمیا د ټاپو وزمې لپاره چې روسیې په ناقانونه توګه له خپلې خاورې سره الحاق کړی ده، یوه ډیپلوماټیکي حل ته د رسېدو امکان لري.

په روبوټین کې اوکرایني سرتیري
په روبوټین کې اوکرایني سرتیريانځور: Viacheslav Ratynskyi/REUTERS

نوموړي په ايټاليا کې د امبروستي اقتصادي کنفرانس په پرانيستونکې ويډيويي وينا کې وويل، که روسيه کريميا او د اوکراين نورې اشغال سوې سيمې نه پرېږدي، نو په اوکراين او له همدې امله په اروپا کې به دايمي سوله نه وي.

د اوکراین ولسمشر په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې «هر څه په دښمن پورې اړه لري.«

نوموړي په کریمیا کې له روسي ځواکونو هم وغوښتل چې له دې سیمې ووځي. زیلینسکي وویل چې «د بېرته نیولو مسئله له پوځي یا دیپلوماتیکو لارو حل کېدای سي. روسي ځواکونه باید پرته له کوم فشار څخه دغه ټاپووزمه پریږدي. دا به د ډېرو خلکو ژوند وژغوري.»

ص.ذ/ن.ص