1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

«امريکا غواړي تر کرسمسه خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي»

۱۳۹۹ مهر ۱۷, پنجشنبه

ولسمشر دونالد ترمپ ويلي دي چې په پام کې لري په افغانستان کې پاتې ټول ځواکونه یې تر کرسمس پورې له افغانستانه ووځي. د ترمپ دا خبره د هغه د پخوانۍ ژمنې خلاف ده چې ويلي ول ځواکونه به د راتلونکي کال په پيل کې وباسي.

https://p.dw.com/p/3jbT7
US-Militär in Afghanistan
انځور: Imago Images/Zuma/A. Dinner

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دا خبره د چهار شنبې په ورځ د تويتر له لارې کړې ده. ترمپ لیکلي دي: «موږ بايد د خپلو زړورو نارينه وو او ښځو پاتې کوچنې ډله هم چې په افغانستان کې خدمت کوي، تر کرسمس کور ته ستانه کړو.»

خو د ترمپ تر څرګندونو لږ دمخه د امريکا د ملي امنيت مشاور رابرټ اوبراين ويلي ول چې هيواد به یې د راتلونکي ميلادي کال په سر کې په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمير۲۵۰۰ ته راټيټ کړي.

د روان میلادي کال په فيبرورۍ مياشت کې د متحده ايالاتو او وسله والو طالبانو ترمنځ تړون کې هم ويل شوي ول چې امريکا به امنيتي تضمينونو په بدل کې د ۲۰۲۱م کال تر می میاشتې پورې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

ولسمشر ترمپ او نورو امريکايي چارواکو ويلي ول چې هيواد به یې تر نومبر مياشت پوري په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمير تر څلورو او يا پنځو زرو پورې کم کړي.

خو امريکايي چارواکو دا هم ويلي ول چې د ځواکونو کمښت به د افغانستان په وضيعت پورې اړه ولري.

رابرت اوبراين د لاس ويګاس په نيوادا پوهنتون کې يوې غونډي ته د وينا پر وخت وويل: «کله چې ولسمشر ترمپ واک ته ورسېد په افغانستان کې تر لسو زرو زيات امريکايي عسکر ميشت ول. خو اوس یې شمير تر۵۰۰۰ کم شوی دی او د راتلونکي ميلادي کال په پېل کې به ۲۵۰۰ ته ټيټ کړای شي.»

خو ترمپ تر کرسمس پورې د خپلو ځواکونو د ايستلو خبره په داسې حال کې کړې ده چې کابو يوه مياشت وروسته په امريکا متحده ایالاتو کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کيږي. له افغانستانه د ځواکونو د راايستلو له اعلان سره ترمپ غواړي هڅه وکړي چې د افغانستان د بې پایه جګړې د ختمولو له پاره خپله پخوانۍ ټاکنیزه ژمنه پوره کوي.

US-Präsident Trump besucht Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/AP/A. Brandon

په افغانستان کې تر ۱۹ کلنې جګړې وروسته د عسکرو د راايستلو په برخه کې د ترمپ دريځ پراخ ملاتړ لري. د ديموکراتانو د ګوند د هغه مخالف کانديد جو بايډن هم له نوموړي سره پر دې موضوع همنظره دی.

کله چې تیره اوونۍ له بايډن څخه په دې اړه پوښتنه وشوه چې آیا هغه له افغانستان او عراق څخه د ځواکونو د رايستلو د ترمپ د پلان ملاتړ کوي؟ نوموړي یې په ځواب کې وويل: «هو زه د هغه د پلان ملاتړ کوم خو په دې شرط چې روښانه کړي چې د داعش سره د مبارزې له پاره کوم پلان لري.»

په همدې حال کې د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم په افغانستان کې پر تاوتريخوالي سربیره په دوحه کې د بين الافغاني خبرو اترو په اړه خوشبيني څرګنده کړې ده.

خليلزاد چې د شياګو پوهنتون د پيرسون انستيتويت يوې غونډې ته یې له دوحې څخه د ويديو له لارې خبرې کولې، وويل: «د افغانانو يو ستر اکثريت د کړکيچ د ختميدو هیله لري.»

نوموړي زياته کړه: «زه په دې آند يم چې طالبان د مذاکراتو په اړه ډېر جدي دي. ډېرو داسې فکر درلود چې هغوی به له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو نه شي خو هغوی چې څه غوښتل د امريکايي ځواکونو د وتلو تړون وو. او اوس هغوی د خبرو ميز ته حاضر شوي دي.»

ترمپ لا دمخه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمير شا او خوا ۸۶۰۰ سرتیرو ته راټيټ کړی دی او طالبان هم پر امريکايي ځواکونو د بريدونو د نه کولو پر خپله ژمنه ولاړ دي خو د افغان حکومتي ځواک پر ضد یې خپل خونړۍ کمپاين جاری ساتلی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د سه شنبې په ورځ د دوحې د سفر پر وخت پر طالبانو غږ وکړ چې «زړورتيا دې وښيي» او د اوربند اعلان دې وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب