1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بدخشان: لاسي بم چاودنې ۷ ماشومانو ته مرګژوبله اړولې

محمد ميرويس اسلمي
۱۴۰۲ فروردین ۳, پنجشنبه

د بدخشان ولایت سیمه ایز چارواکي وایي چې د دې ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د یوه لاسي بم د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4P6wl
Attrappe einer Handgranate als Sex-Toy
انځور زموږ له آرشیف څخهانځور: Polizeiinspektion Hauzenberg/dpa/picture alliance

د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کتلور رئیس معز الدین احمدي له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې یاده پېښه د چهارشنبه په ورځ ناوخته مهال د دې ولایت د تګاب ولسوالۍ په «شهیدکان» کلي کې رامنځته شوې ده.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

نوموړي وویل: «ماشومانو یو لاسي زوړ بم چې له پخوانیو جنګونو څخه پاته وو، د زړې اوسپنې په توګه د ایسکریم اخیستلو لپاره انتقالوه. همدا وو ډېر ماشومان پرې راټول شوي ول او لږ وروسته  دغه لاسي بم منفجر شوی دی او له امله یې دو ماشومان شهیدان شوي او ۷ نور هم زخمیان دي.»

اړوند مطلب: تر ۷۰۰۰ اضافه انسانان د ماینونو له امله وژل سوي یا ټپيان سوي دي

په افغانستان کې د تېرو شاخوا څلورو لسېزو جګړو له کبله زیات شمېر چاودېدونکي توکي په کلیو او بانډو کې پاتې دي چې د عامو خلکو، په ځانګړي توګه د ماشومانو ژوند ته ستر ګواښ دی. د جګړې په کلونو کې طالبان هم تل د ماينونو په ښخولو تورنېدل. کارپوهان بیا د لېرو پرتو سیمو اوسېدونکو ته چې ډېری یې نالوستي دي، د نا چاوده توکو په اړه عامه پوهاوی او یادې ساحې له ماینونو او نامنفجر شویو توکو څخه پاکول، د دغو مرګژوبلو د مخنیوی یوازنۍ حل لاره ګڼي.

په دې اړه اړوند مطلب: افغانستان؛ د ماین پاکۍ موسسې د بودجې له کمښت سره مخامخ دي

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د وروستيو سياسي فعالیتونو له کبله د ماین پاکۍ د موسساتو د فعاليت کچه راټيټه شوې ده.