1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرېکټ؛ نیوزیلنډ سره په دریمه ورځ هم لوبه ونه شوه

۱۴۰۳ شهریور ۲۱, چهارشنبه

د افغانستان او نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ یوازینۍ ټېسټ لوبه د باران او لوبغالې د لندیدو له کبله په پرله پسې ډول په دریمه ورځ هم و نه شوه. دا لوبه د افغانستان په کوربتوب د هند په ګریټر نوېډا لوبغالې کې پلان شوې وه.

https://p.dw.com/p/4kUc4
د افغانستان د کریکټ ملي ټيم غړی راشد خان (کيڼ لور) د نورو افغان لوبغاړو سره د تیست د لوبې پرمهال
د آرشیف انځور - د افغانستان د کریکټ د ملي ټيم لوبغاړی راشد خان (کيڼ لور) د ټيم د دوو نورو غړو سره په ۲۰۱۹ کې بنګلدیش سره د ېوې تیست لوبې پر مهالانځور: Getty Images/AFP/STR

دا د نیوزیلنډ او افغانستان ترمنځ لومړنۍ ټېسټ لوبه ده. تر اوسه د باران له کبله د دغه پلان شوې پنځه ورځنۍ لوبې په لومړیو درو ورځو کې لوبه ونه شوه. د افغانستان کرېکټ بورډ پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي: «د افغانستان او نیوزیلنډ لوبډلو ترمنځ د یوازینۍ ټېسټ لوبې دریمه ورځ هم د تیرې شپې او اوسمهال د شدید ورښت له امله نه ترسره کیږي.» زیاته شوې ده چې لوبڅاران به د پنجشنبې په سهار لوبغالې ارزوي او بیا به د لوبې په هکله پریکړه کوي.

دغه سیمه چیرې لوبغالې موقعیت لري نوي ډیلي ته څیرمه پرته ده چې له تیرو لسو ورځو راهیسې په پر له پسې ډول د بارانونو شاهده ده.

سږ کال افغانستان له سریلانکا او آیرلنډ سره ټېسټ لوبې ترسره کړي او دا یې دریمه ټېسټ لوبه ده، چې د پنجشنبې تر سهاره ځنډول شوې ده.

له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل