1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتپاکستان

ټیسټ کرېکټ: بنګله دیش پاکستان ته تاریخي ماتې ورکړه

۱۴۰۳ شهریور ۴, یکشنبه

بنګله دیش د لومړي ځل له پاره د ټیسټ کرېکټ لوبو په تاریخ کې پاکستان ته د دغه هیواد په خپل لوبغالي کې شکست ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4jtmO
Cricket Testspiel | Bangladesch - Pakistan
راولپنډي ټيسټ لوبو کې بنګله دیش پاکستان ته د ۱۰ ویکټو په توپير سره تاریخي ماتې ورکړې دهانځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

راولپنډي ټيسټ لوبو کې بنګله دیش پاکستان ته د ۱۰ ویکټو په توپير ماتې ورکړې ده.

په راولپنډۍ کې د ترسره شوي دغې لومړې ټيسټ لوبې په دویم اننګز(د سیالۍ دویم پړاو) کې د پاکستان لوبډله وتوانیدله چې یوازې ۱۴۶ منډې جوړې کړي او خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړي یا په بله اصطلاح وسوزیدل.

کله چې پاکستان د یوې ویکټې په نقصان سره خپل اننګز پیل کړ، نو کپتان شان مسعود یوازې ۵ منډې جوړې کړې، بابر اعظم ۲۲، عبدالله شفیق ۳۷، شاهین شاه افریدي ۲، نسیم شاه ۳ او سعود شکیل، سلمان علي آغا او محمد علي په صفر باندې اوټ شول. د بنګله دیش لوبډلې ته یوازې د ۳۰ منډو هدف ورکړل شوی وو.

محمد رضوان د ۵۱ منډو اننګز ولوبولو، د هغې په اننګز کې ۶ څلوریزې هم شاملې وې.

Cricket | Pakistan und Bangladesch
د بنګله دیش لوبغاړي د خپلې خوښۍ څرګندولو پرمهالانځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

د یادونې وړ ده چې د پنډي ټيسټ لوبو د لومړي اننګز یا پړاو په څلورمه ورځ بنګله دیش د خپل لومړي نامکمله اننګز پیل په ۳۱۶ منډو او ۵ لوبغاړو په سوزیدو سره کړی وو او د پاکستان د ۴۴۸ منډو په ځواب کې یې ۵۶۵ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوزیدل.

په دې توګه میلمه لوبډلې په لومړي اننګز کې د ۱۱۷ منډو برتري ترلاسه کړه، په داسې حال کې چې د پاکستان ملي لوبډلې د څلورمې ورځې تر پایه پورې په خپل دویم اننګز کې د یوې ویکټې په نقصان سره ۲۳ منډې جوړې کړې وې. 

دغه لوبه درې ورځې مخکې د پاکستان په کوربتوب د دغه هیواد په راولپېنډۍ کرېکټ لوبغالي کې پیل شوې وه او یکشنبه(د اګست ۲۵نیټه) د بنګله ‌دېش په بریا سره پای ته ورسېده.

د کریکټ نړیوال جام؛ کریم صادق راشد خان ته څه ویلي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب