1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يوه پيلوټ آلمان ته په الوتکه کې څلور مهاجر قاچاق کړي

۱۴۰۳ مرداد ۹, سه‌شنبه

یوه پیلوټ په خپله کوچنۍ الوتکه کي څلور پناه غوښتونکي پرته له اجازې او غیر قانوني ډول، له سرحده اړولي او د جرمني په نیدربایرن کي یې کښته کړي دي.

https://p.dw.com/p/4iv9H
د آلمان په کولون بون هوايي ډگر کې فدرالي يا سرحدي پوليس د گزمې پر وخت
آرشيف انځور ـ د آلمان د کولون بون هوايي ډگرانځور: Christoph Hardt/Panama Pictures/picture alliance

د الوتنې یوه روزونکي د نوموړي الوتکې له ناڅاپه ناستي څخه حیران سوی او پولیسو ته یې خبر ورکړی دی. د دغي الوتکې د ناستي په هکله مخکي له مخکي خبر نه وو ورکړل سوی. پولیسو سمدلاسه د نوموړي الوتکې د ناستي علت معلوم کړ.

د آلمان پوليسو ويلي دي، دغه ۳۹ کلن پیلوټ د یکشنبې په ماښام د خپلي کوچنۍ الوتکې په مرسته پرته له اجازې څخه څلور مهاجر  راانتقال کړي دي.

د پولیسو په حواله له دغو شکمنو مهاجرو  څخه یو یې لادرکه دی او د هیلیکوپترو په وسیله پر لټون سربیره لا نه دی موندل سوی. نور درې عراقي اتباع دي چي هیڅ ډول قانوني اسناد له ځانه سره نه لري.

فدرالي پولیسو له ژوند ګواښونکي حالت سره د قاچاق کولو له امله د نوموړي پیلوټ په هکله پلټني پیل کړي دي، دا ځکه چې الوتکه، چې اټکل کیږي پنځه کسان پکښې سپاره ول، یوازې د څلورو کسانو له پاره په پام کي نیول سوې ده او د هغه دا کار د هوايي چلند له قانون څخه سرغړونه بلل کیږي. د پولیسو په حواله دغه درې عراقیانآلمان  ته د غیرقانوني ننوتو له امله نیول سوي دي.

د پولیسو په وینا دغې الوتکې په بلغاریا کي خپله الوتنه پیل کړې او د هنگري او اتریش پر فضا تر تیریدو وروسته په آلمان کي کښته سوې ده. 

آلمان کې وروستیو پیښو د افغانانو پر ژوند څه اغیز کړی؟

GP/NZ/AG