1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې افغان مهاجرو ته د يوې پايدارې حللارې لټه

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۳ مرداد ۵, جمعه

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې د دغه هېواد د لومړي وزير مرستيال د ملګرو ملتونو له مهاجرو عالي کمیسار سره د افغان مهاجرو په هکله خبرې اترې کړي دي.

https://p.dw.com/p/4imTN
په پاکستان کې افغان مهاجر
ملګرو ملتونو دې د افغان مهاجرو د «پي او آر» کارتونو د تمديد له کبله هم د پاکستان د حکومت ستاينه وکړه.انځور: Farooq Naeem/AFP/Getty Images

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په ايکس شبکه کې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی دی چې د پاکستان د لومړي وزير مرستیال اسحاق ډار، د ملګرو ملتونو د عالي کميساريو له کميشنر فيليپو ګراندي، سره په پاکستان کې د افغان مهاجرو د وضعيت د څرنګوالي په تړاو خبرې اترې کړي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې ويلي دي چې دواړو اړخونو په پاکستان کې د افغان مهاجرو د مسئلو له پاره د يوې پایدارې حللارې د موندلو او د کډوالي اړوندو چارو کې د پاکستان او ملګرو ملتونو د عالی کميسارۍ ترمنځ د همکارۍ پر دوام توافق وکړ.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي د افغان مهاجرو د «پي او آر» کارتونو د تمديد له کبله هم د پاکستان د حکومت ستاينه وکړه.

اسحاق ډار او فيليپو ګراندي، د آلمان په فرانکفورت ښار او همدا راز په بروکسل او لندن کې د پاکستان د ديپلوماتيکي استازوليو مخې ته د تاوتريخوالي ډکو مظاهرو په اړه هم خبرې وکړې چې د دې خبر پاڼې په حواله پکې افغانان ښکيل دي.

     

پاکستان کې د افغان مهاجرو د راجستر کارتونو بیا تمدید

د طالبانو د مهاجرو او بيرته راستنېدونکو چارو ادارې د پنجشنبې په ورځ د يوې اعلامیې په خپرول سره ويلي دي چې د پاکستان په دغه هېواد کې د میشتو افغان مهاجرو د اقامت «پي او آر» کارتونه د يوه کال له پاره تمديد کړي دي.

دا وزارت زیاتوي چې د افغان مهاجرو دا کارتونه د روان میلادي کال د جون مياشتې له لومړۍ نیټې څخه د ۲۰۲۵م کال د جون مياشتې تر ۳۰ نیټې پورې تمديد شوي دي.

پاکستان څو میاشتو وړاندي د افغان مهاجرو د اخراج دويم پړاو پېل کړی دی. پاکستان د کابو يو نيم میليون افغان مهاجرو د اقامت د مودې پر غځولو سربیره اعلان کړی دی چې په سونو زره نور افغان کډوال به چې څو کاله یې په دغه هېواد کې ژوند کړی دی، اخراج کړي.

هره ورځ له ايرن او پاکستان څخه په سونه افغان مهاجر په اجباري توګه اخراجيږي او په افغانستان کې پر بحراني اقتصادي وضعيت سربیره هم بیرته دغه هېواد ته ستنېږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب