1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کډوالو لپاره د طالبانو کمېسیون؛ آیا رسېدنه به وکړي؟

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ آبان ۶, شنبه

د طالبانو حکومت وايي، هغه کمېسیون په کار پيل وکړ چې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه جوړ شوی. خو آیا راتلونکي ژمي کې په دومره لوړ شمېر کې کډوالو ته رسېدنه آسانه ده؟

https://p.dw.com/p/4Y9L2
ناقانونه افغان کډوالو ته د پاکستان ضرب الاجل راتلونکې اونۍ پای ته رسیږي
ناقانونه افغان کډوالو ته د پاکستان ضرب الاجل راتلونکې اونۍ پای ته رسیږيانځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

د پاکستان حکومت د ورکړل شوي ضرب الاجل له مخې، شاوخوا ۱،۷ میلیون افغان کډوال له پاکستانه په زور شړل کیږي.

په راتلونکې اونۍ کې د ورکړل شوي ضرب الاجل پای ته رسېدو سره سم د طالبانو حکومت اعلان وکړ چې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون هم خپل کار پيل کړی دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ویناپاڼه کې ویلي: « د (...) حکم له مخې له پاکستان او نورو هېوادونو څخه په جبري توګه د را اېستونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د ریاست الوزراء د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ۳۱ لوړ رتبه مسئولینو په شمول عالي کمېسیون جوړ شو او  اسلامي امارت  د خپلو امکاناتو په محدوده کې د لومړنیو خدماتو وړاندې کولو په موخه په ۸ فصلونو  او ۳۱ مادو کې کړنلاره توشیح او د یادې کړنلارې د تطبیق  لپاره یوه دارالانشاء او ۱۲ کمیټې منظورې کړی.»

راستنېدونکو کډوالو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو رسول، لنډمهالو پنډغالو جوړول، د راستنو شویو ثبت او لېږدول ددغه کمېسیون په بنسټیزو دندو کې راځي.

خو پوښتنه داده چې آیا په دومره لوړ شمېر کې کډوالو ته رسېدنه د طالبانو حکومت د وس خبره ده؟

دغه کډوال چې ډېرو د خپل ژوند تر دوه لسیزو ډېر عمر هلته تېر کړی، ځینې یې هلته زېږېدلي او ځوانان شوي، خو اوس به ټول شته، کاروبار او د زده کړو بهیر تر شا پرېږدي.

ننګرهار کې له پاکستانه راستنیدونکو کډوالو ته پنډغالی جوړیږي

د طالبانو حکومت پر وړتیا بې باوري

د شمېرو له مخې، همدااوس په افغانستان کې د کار په شرایطو برابر میلیونونه ځوانان وزګار دي، د بې کارۍ کچه، تېرو څه باندې دوو کلونو کې چې طالبانو بیا واک نېولی، خپل اوج ته رسېدلې.

کتونکي او دغه راستنېدونکي کډوال افغانستان کې شته بشري ناورین ته په کتو ډاډمن نه دي چې د طالبانو حکومت دې ددغو میلیونونو انسانانو ژوند ښه کېدا کې اغیزمن رول ولوبوي.

ځینې خو یې ان د خپلو هغو لورګانو زده کړو ته هم اندېښمن دي چې پاکستان کې یې تر شپږم ټولګي پورته زده کړې کولې او یوشمېر یې ان د پوهنتون تر کچې رسېدلي دي.

طالبانو په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د ښوونځيو او د پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ تړلي دي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی چې یواځې تېره اونۍ له پاکستانه د سپین بولدک په لاره نیږدې ۸ زره افغان کډوال افغانستان ته ورستانه شوي دي.