1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پریکړه بشري سرغړونه ده"

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ آبان ۶, شنبه

د بخښنې نړېوال سازمان پر پاکستان غږ کړی چې ژر دې خپله پریکړه بېرته واخلي او د بشري حقونو نړېوالو قوانینو ته دې درناوی وکړي.

https://p.dw.com/p/4Y8jw
پاکستان کې تر یو ملیون ډېر ناقانونه افغان کډوال د اجباري اخراج له ګواښ سره مخامخ دي
پاکستان کې تر یو ملیون ډېر ناقانونه افغان کډوال د اجباري اخراج له ګواښ سره مخامخ ديانځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

د بخښنې نړېوال سازمان تازه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې ناقانونه کډوالو ته د راتلونکي نوامبر لومړی نېټې ضرب الاجل څخه وروسته په دغه هېواد کې تر ۱،۴ میلیون څخه ډېر بې اسنادو افغان کډوال هم د بیړني اجباري اخراج خطر سره مخامخ دي.

دغه سازمان په خپل بیان کې زیاته کړې: «دا د هغوی له بشري حقونو څخه سرغړونه ده، د هغوی خوندېتوب، هوساینې او لومړنیو خدمتونو ته د لاسرسي برخو کې جدي اندېښنې شته.»

د بخښنې نړېوال سازمان پر ټولو ښکېلو خواوو غږ کړی چې له دوی سره یوځای شي، تر څو له پاکستان وغواړي چې ژر تر ژره دا پریکړه بیرته واخلي او د بشري حقونو نړېوال قوانین رعایت کړي.

پاکستان په تېرو ۳۰ کلونو کې تر ټولو د ډېرو افغان کډوالو کوربتوب کړی، چې د قانوني کډوالو سربیره نیږدې ۱،۷ میلیونه افغانان هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د پاکستان سرپرست حکومت خبرداری ورکړی چې پریکړه یې پرځای ده او رپوټونه وايي چې د پاکستان حکومت د ناقانونه کډوالو د ستنولو لپاره مرکزونه جوړوي.

هلته اوسېدونکي افغانان وايي هغوی وار له مخه د پاکستاني پولیسو له ناوړه چلند، نېولو او ځورولو سره مخامخ دي.