1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برلین: آلمان کې ۳۸۵ زره افغان کډوال ژوند کوي

۱۴۰۲ خرداد ۲۳, سه‌شنبه

د آلمان حکومت د «آلمان لپاره د بدیل» ښي اړخي ګوند یوه استازي له خوا په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د شمير په اړه ورکړل شوي ارقام رد کړي او ویلي یې دي چې دمګړۍ ۳۸۵ زره افغان کډوال په آلمان کې ژوند کوي.

https://p.dw.com/p/4SWoD
آرشیف انځور: آفغانان د آلمان په رامشتاین ښار کې
آرشیف انځور: آفغانان د آلمان په رامشتاین ښار کېانځور: Senior Airman Jan K. Valle/U.S. Air Force/AP/picture alliance

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د تېر ۲۰۲۱ میلادي کال په پرتله آلمان کې د افغانانو شمېر ډېر شوی او د روان کال د مارچ میاشتې تر پایه یې شمېر ۳۸۵ زرو ته لوړ شوی دی. په ۲۰۲۱ میلادي کال کې په آلمان کې د افغانانو شمېر ۱۱۳ زرو تنو ته رسېده.

د آلمان حکومت ددغو شمېرو په خپرولو سره د «آلمان لپاره بدیل» ښي اړخي ګوند استازي پيټربیترون څرګندونې رد کړي دي. د کډوالۍ ضد ددغه ګوند استازي ادعا کړې وه چې «شاوخوا دوه میلیونه» افغان کډوال په آلمان کې اوسیږي او دا چې دا شمېر افغانان په ورستیو کلونو کې دلته راغلي دي.

د آلمان فدرالي حکومت ددغه ګوند پارلماني فراکسیون يا ګوندي ډلګۍ ته په ځواب کې دغه راز، په جعلي پاسپورټونو د ویزو د صدور تورونه هم بې بنسټه بللي.

اړوند مطالب:تېر کال په اروپا کې ۸۷ زره افغان کډوال منل شوي دي

د آلمان حکومت په ځواب کې راغلي: «بهرنیو چارو وزارت د ویزو قانوني والي ته په ډېر لوړ لومړیتوب قایل دی او په دې اړه قانوني چارې او د اقامت چارې په انفرادي څېړنو اجرا کوي.»

د هغو کډوالو سربیره چې آلمان ته رارسیږي او د کډوالۍ غوښتنلیک ورکوي، د آلمان حکومت د افغانستان پخواني جمهوریت تر ړنګېدو وروسته شاوخوا ۳۰ زره افغانان دغه هېواد ته رااېستلي چې په هغو کې د آلمان پخواني ځايي کارکوونکي او د هغوی د کورنیو غړي، د بشري حقونو فعالان، خبریالان او په خطر کې ښکېل نور کسان شامل دي.

په همدې حال کې رسنیو د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له قوله رپوټ ورکړی چې ۱۴ زره افغانان سربیره پردې چې آلمان د منلو ژمنه ورکړې ده، لاهم په افغانستان او لږ شمېر یې پاکستان کې آلمان ته د راتګ په تمه دي.