1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران او ترکیې پر پوله، له «شکنجو » د افغان کډوالو شکایت

۱۴۰۲ تیر ۱۵, پنجشنبه

یوشمېر افغان کډوال ادعا کوي چې د ایران او ترکیې ترمنځ پر پوله پر نېول کېدو سربیره وهل، ټکول او شکنجه کیږي. هغوی وايي وسله والې ډلې د دې لارې په اوږدو کې له هغوی پیسې اخلي.

https://p.dw.com/p/4TWTf
آرشیف انځور: افغان کډوال د ایران او ترکیې په پوله کې
آرشیف انځور: افغان کډوال د ایران او ترکیې په پوله کېانځور: Ozan Kose/AFP/Getty Images

یو شمېر افغان کډوال چې د ایران او ترکیې پر لاره اروپا ته د سفر په نیت راوتلي ادعا کوي چې وسله والې ډلې یې د ترکیې پر پوله نیسي، شکنجه کوي یې او د ډېرو پیسو په بدل کې یې تر خوشې کېدو وروسته بیرته ایران ته لیږي.

د دایکنډي اوسېدونکی احسان دولت یار له شاوخوا اوو کلونو راهيسي د ایران د آکسیجن د تولید په فابریکه کې کار کوي، هغه په دغومره موده کې پیسې ټولې کړې چې په مټ یې اروپا ته ځان ورسوي.

دولت یار دویچه ویله ته وویل چې له یوه ایراني قاچاقبر سره یې خبرې وکړې چې په یو زر او ۵۰۰ ډالرو یې په ناقانونه ډول ترکیې ته ولېږدوي، هغه وویل: «قاچاقبر ما او زما ملګرو ته چې څلور کسان ول، وویل چې له هر یوه به ترکیې ته له رسېدو سره سم ۱۵۰۰ ډالر اخلم، موږ هوکړې ته ورسېدو او حرکت مو وکړ، له څلورو شپو او ورځو وروسته د ایران او ترکیې ترمنځ پر پوله ونېول شوو.»

دغه افغان کډوالوايي، وسله والو کسانو چې مخونه یې په ماسکونو پوښلي ول او نه پېژندل کېدل، خو په فارسي او ترکي ژبو یې خبرې کولې، موږ یې له ځان سره یوړو: «زموږ غاړي، پښې او لاسونه يې په ځنځیرونو وتړل چې ونه شو تښتېدلی. یواځې موږ نه وو، شپږ نور کسان یې هم نېولي ول.»

دولت یار وايي چې وسله والو هغوی شکنجه او ووهل، غږ او د هغوی ويډیو یې ثبت او د هغوی کورنیو ته یې ولېږله چې د خوشې کېدو په بدل کې یې ترې د پیسو غوښتنه کوله.

هغه وویل: «زموږ تيليفونونه غلو راڅخه وړي ول، په تيليفون یې د شکنجې پرمهال زموږ غږ او ویډیو ثبتوله او بیا یې زموږ کورنیو ته لېږله. زموږ له هر یوه یې له ۴ تر ۵ زره ډالرو غوښتنه کوله.»

دغه ځوان وايي چې تر څو شپو او ورځو وهلو ټکولو وروسته د درې زره او ۵۰۰ امریکايي ډالرو په بدل کې د دغو وسله والو له منګولو خوشې او بیا ایران ته ولېږل شول.

اړوند مطالب:ولې افغانان له برازيل څخه په قاچاقي لارو امريکا او کاناډا ته ځي؟

له ایرانه ترکیې ته د لارې په اوږدو کې، ځوانان بیلابیلې تجربې او کېسې لري. یوشمېر یې وايي چې په دې لاره کې آن ځيني کډوال تري تم دي، ځینې یې وژل شوي او یوشمېر یې ټپیان دي.

احمد غفاري یو بل افغان کډوال دی چې شاوخوا لس ورځې وړاندې یې غوښتل د ترکیې له لارې اروپا ته ځان ورسوي. خو د ترکیې پولې «ماکو» سیمه کې یوې وسله والې ډلې ونېو.

غفاري وویل: «فکر کوم چې قاچاقبرانو له غلو سره لاس درلود. کله مو چې له ماکو سیمې د ترکیې د پولې پر لور د موټر په واسطه مزل کاوه، وسله والو غلو موږ ونېولو او یوه کور ته یې یووړو. هلته پنځه نور کسان هم ول. هغوی له ۱۳ ورځو هلته بندیان ول چې د شکنجې له امله د یوه تن پښه ماته شوې وه، د بل یې لاس مات و، ځکه چې د هغوی کورنیو پیسې نه لرلې چې وروې لیږي.»

غفاري وايي چې تر دریو شپو او ورځو شکنجو وروسته یې ورور ۳۵۰۰ ډالر د صرافی له لارې استانبول ته ولېږلې، تر څو له بنده خوشې شي.

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله
د ایران او ترکیې ترمنځ پولهانځور: Mesut Varol/AA/picture alliance

په ټولنیزو شبکو کې داسې ویډیوګانې لاس پر لاس کیږي چې په هغو کې یوشمېر افغان کډوال ادعا کوي چې غوښتل یې د ایران له لارې ترکیې ته داخل شي، خو د ترکیې پولیسو تر نېولو وروسته وهلي ټکولي دي.

له دغو ویډیوګانو په یوه کې یې شاوخوا لس کسان لېدل کیږي چې د سرطان مياشتي پر ۴مه ثبت شوې ده، یو کس پکې وايي: «د اوبو او وسپنو په نلونو وهل شوي یوو چې زموږ له ملګرو د یوه یې وضعیت اندېښمن دی. هیڅ مسلمان دغسې یو عمل نه کوي لکه د ترکیې پولیس چې يې کوي.»

امید یو بل افغان کډوال دی چې غوښتل يې له خپلې کورنۍ سره له ایرانه پر قاچاقي لارو آلمان ته ولاړ شي، خو دوباره ایران ته ورستون کړای شو.

امید دویچه ویله ته وویل: «موږ ۱۴ کسان وو، پنځه نارينه، پنځه ښځې او څلور ماشومان. موږ قاچاقبر د ترکیې تر پولې ولېږدولو او وې ویل چې د پولې هاغاړه زموږ همکاران دي، کله چې موږ له اغزن تار تېر شوو، د ترکیې «وان» سیمې ته ورسېدو، پولیسو ونېولو او امنیتي پوستې ته یې ولېږلو.»

دا ځوان ادعا کوي چې د ترکیې پولیسو هغوی شکنجه کړي دي: «ښځې او ماشومان یې ونه وهل، یواځې نارينه به یې د وسلو په مېل او شلاقونو شکنجه کول او ویډیو به یې ترې اخیسته چې بیا ترکیې ته رانشي.»

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

د بخښنې نړېوال سازمان په خپل وروستي رپوټ کې له افغان پناه غوښتونکو سره د ایران او ترکیې پر پوله د پوله ساتو ځواکونو پر له تاوتریخوالي ډک چلند نېوکه کړې. دغه سازمان د ایران او ترکیې له حکومتونو غوښتي دي چې په سملاسي او تاوتریخوالي سره د افغان کډوالو ورستنول دې پای ته ورسوي.