1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

یوه سپي په هوايي ډګر کي ۲۵۰ زره یورو کشف کړې

۱۳۹۹ مرداد ۲۳, پنجشنبه

اموخته سپیان نه یوازي مخدره او چاودیدونکي مواد کشفوي، بلکي کولای سي نغدي پیسې هم پیدا کړي. اوس د فرانکفورت د هوايي ډگر ګمرک یوه سپي په ډیر لږ وخت کي ډیر لوړ مبلغ پیسې معلومي او کشف کړې.

https://p.dw.com/p/3gtBS
Deutschland Hauptzollamt Frankfurt - Schnüffelhund Aki
انځور: picture-alliance/dpa/A. Dedert

د فرانکفورت د هوايي میدان ګمرک خبر ورکړی دی، چي یوه اموخته سپي یې په ډیر لږ وخت کي ۲۵۰۰۰۰ یورو کشف کړي دي. په خبره یې د «اکي» په نامه دغه سپي د همدې کال د جون میاشتي له اخره بیا د جولای میاشتي تر اویلو پوري مجموعأ ۱۲ مسافرینو څخه تر اجازه ورکول سوي حد اضافه پیسې کشف کړي دي. د هغوی څخه مجموعأ ۲۴۷۲۸۰ یورو کشف سوي دي.

دغه پیسې یا په لاسي بکسو او یا هم جیبو کي ځای پرځای سوي وې. دغه اموخته سپي د یوه مسافر په لاسي بکس کي  ۴۲ زره یورو او یوه بل څخه بیا لوړ مبلغ ډالرونه او یورو کشف کړې.

تر ۱۰۰۰۰ یورو اضافه پیسو انتقال باید ثبت سي

د فرانکفورت ګمرک ادارې ویلي دي چي دغه پیسې د هغو مسافرینو څخه پیدا سوي دي، چي له اروپايي اتحادیې څخه دباندي وه او دغه مبلغ یې باید ثبت کړی وای.

هرهغه مسافر چي د اروپا اتحادیې تبعه نه وي، اتحادیې ته د راداخلیدو او خارجیدو پر مهال مکلف دی چي که  تر ۱۰۰۰۰ اضافه پیسې له ځانه سره ولري، هغه باید ثبت او مربوطه ادارو ته خبر ورکړي.

خو ددغو ۱۲ تنو مسافرو له جملې څخه چي سپي پکښې پیسې کشف کړي دي، یوه یې هم د پیسو د انتقال سند نه درلود. په دې دلیل اوس د هغوی پرضد د جریمې د ورکولو پروسه شروع سوې ده.

مسئول چارواکي وايي چي دغه ډول کنټرول مهم دی، تر څو د پیسو د سپینولو، مالیاتي تقلب او یا بین المللي ترهګرۍ سره مبارزه وسي. پر دې اساس پروسږکال د فرانکفورت په هوايي میدان کي ۴۹۰۰ مسافرو د خپلو پیسو د انتقال څخه خبر ورکړی ؤ، چي مجموعي مبلغ یې ۱۷۲ ميلیونه یورو وې. بیا مجموعأ په ۱۳۷۰ مواردو کي مسافرینو د خپلو پیسو د انتقال خبر نه وو ورکړی، چي مجموعي مبلغ یې ۲۳،۴ ميلیونه یورو وې.

زموږ له آرشیف څخه: