1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا سپي به وکولای شي چي د کرونا مريضان معلوم کړي؟

۱۳۹۹ تیر ۱۶, دوشنبه

روزل شوي سپي کولای شي چاوديدونکي او مخدره مواد و مومي. د آلمان پوځ او د ژويو يوه موسسه د کشف کوونکو سپو پر څو نسلونو څېړنې کوي، څو وپوهيږي چې آيا دغه سپي کولای شي د بوی د حس په مرسته په کرونا ويروس اخته کسان وپيژني؟

https://p.dw.com/p/3eqdP
Berlin Diensthund der Bundeswehr
انځور: picture-alliance/dpa/M. Gambarini

کشف کوونکي سپي د خپل شامه قوې له لاري چاوديدونکي مواد او مخدره توکي په آسانۍ سره موندلای شي. دې ته په کتو سره اوس د آلمان پوځ په کرونا ويروس د ککړو کسانو د معلومولو له پاره هم د دې ډول سپو په روزنه لاس پوري کړی دی.

په دې توگه به سپي وکولای شي د انسانانو په لاړو کې د کرونا ويروس شتون معلوم کړي. پر دې پروژه د آلمان پوځ او د هانور ويترنري طب پوهنتون موسسه په شریکه کار کوي.

په دې پروژه کې د شيپ، اسپانيلز او ريترانيور نسل د لسو سپيانو يوې ډلې ته د کرونا ويروس د مريضانو د لاړو د نمونو د بوی کولو روزنه ورکول کيږي. کشف کوونکي سپي د بوی د حس له لارې په ډېره آسانۍ سره نه يوازې چاوديدونکي توکي او مخدره مواد موندلی شي، بلکې دغه سپي د سرطان د مختلفو ډولونو او ډېر شديد ديابيت يا شکر د معلومولو وړتيا هم لري.

له ژويو سره کارکوونکو ساينس پوهانو ته له همدې کبله دا فکر پيدا شوی او دې ته وهڅيدل چې څيړنې وکړي چې آيا دا سپي کرونا ويروس هم معلومولوی شي او که څنگه. پر سپيانو دا څېړنې د آلمان په اولمين سيمه کې د آلمان د پوځ په »کې ۹« مرکز کې روانې دي.

په دې ترڅ کې کشف کوونکو سپيانو ته چې د آزموينې له پاره کومې نمونې ورکول کيږي هغه په کيمياوي توگه بې ضرر کړل شوي دي او دغو سپيانو ته ترې هیڅ خطر متوجې نه دی. خو تر ټولو ستره پوښته داده چې آيا سپي به وکولی شي د انسانانو د لاړو له لارې د کرونا فعالې او مثتبې قضيې معلومې کړي؟

په دې څيړنه کې د شريک پوهنتون د پي ايچ ډي يوې محصلې پاولا جيندر وويل: «دا [څيړنې] بايد په بیخي مختلفو شرائطو کې ترسره شي. بالاخره موږ د دې خبرې ډاډمنولو ته اړتيا لرو چې څوک د کرونا شديده ناروغي ونه لري.»

bs/nz (dpa)

زموږ له آرشيف څخه: