1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

سپیان په کرونا اخته کسان په بوی سره پیژندلای سي

۱۳۹۹ خرداد ۵, دوشنبه

د فنلنډ په یوه پوهنتون کي سپیان دا ډول تربیه سوي، چي په کرونا ویروس اخته کسان تشخیص کړي. په راتلونکي کي نو اوس هغوی کولای سي په مراقبتي ځایونو او یا هوايي میدانونو کي په کرونا ویروس باندي اخته کسان وپيژني.

https://p.dw.com/p/3ciXM
BG Hunde sollen Corona Erkrankung aufspüren
انځور: picture-alliance/abaca/R. Lafargue

د هلسنګي پوهنتون د دغي لويي پروژې محقیقینو، سپیانو ته د کرونا ویروس عامل د بوی پیژندلو په لار کي په ډیر بریالیتوب سره تعلیم ورکړی دی. يووازي تر څو اوونیو وروسته لومړنیو اموخته سپیانو په کرونا د اخته او جوړو کسانو د متيازو توپير په ډیر دقت سره وکړ.

د هلسنګي پوهنتون د کورني حیواناتو د طبي تحقیقاتو د څانګي استادي هیلم بیورکمان وویل: «موږ د مریضو کسانو د پیژندلو په برخه کي د سپیانو د اموخته کولو سره ډیري تجربې لرو. خو دا ډیر فوق العاده کاروو، چي دغو سپیانو څومره ژر زده کړه، چي نوی بوی هم وپيژني.«

BG Hunde sollen Corona Erkrankung aufspüren
سپيان کولی شي د خپل شامه حس سره د کرونا مبتلایان تشخیص کړيانځور: picture-alliance/abaca/R. Lafargue

د فنلنډ دغه حیرانونکی کشف د نورو هیوادونو د محقیقینو لکه د بریتانیا او فرانسې د ټیمونو له پاره هم ډیر اهمیت لري، چي هغوی هم سپیانو ته د کرونا ویروس د مریضانو د پیژندلو تعلیم ورکوي.

د سپیانو د تعلیمي مرکز څخه الماني څیړونکي هم کولای سي د فنلنډي محقیقنو د تجربو څخه مستفید سي. ددغه مرکز څخه لوکاربارت وايي،»موږ غواړو مخکي تر دې چي په دې کار سره شروع وکړو، اول ډیر معلومات راټول کړو. ځکه چي الماني ویروس پیژندونکو موږ ته توصیه کړې ده، چي په دې کي تلوار ونکړو. دا پدې خاطر چي تر اوسه پوري د کرونا ویروس په باب ډیر معلومات په لاس کي نه سته.«

د هلسنګي پوهنتون د محقیقنو دغه تجربه تراوسه پوري د تصادفي طریقو د تحقیقاتو پراساس پرمخ وړل سوې او په نظر کي دي، چي تر دغي تجربې وروسته ددې کار کلینیکي تجربه هم تر سره سي.

BG Hunde sollen Corona Erkrankung aufspüren
دغه سپي ته د کرونا ناروغۍ د مبتلایانو د تشخيصولو روزنه ورکول کيږيانځور: picture-alliance/abaca/R. Lafargue

دا لا تر اوسه پوري معلومه نه ده، چي د کرونا ویروس د مریضان متيازي څه ډول عناصر تولیدوي. ځکه چي د کرونا ویروس نه یوازي پر سږو باندي حمله کوي، بلکي د ټوله بدن پر رګونو او شریانو باندي هم، چي په نتیجه کي د مریضانو د متيازو بوی هم تغیر کوي، خو سپیان د شامې د ډیر حساس حس په درلودلو سره هغه بیا هم ژر پیژندلای سي.

اوسنیو تحقیقاتو ښکاره کړې ده، چي سپیان د سرطان مختلف اقسام په ډیر دقت سره پيژندلای سي.

له آرشيف څخه پر ورته موضوع يو انځوريز البوم: