1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کارپوهان: د ملګرو ملتونو راتلوونکې پرېکړې به خطرناکې وي

هيلۍ اسد
۱۴۰۲ فروردین ۲۳, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو او طالبانو ترمنځ ناندرۍ؛ کارپوهان وايي اغیز به یې افغانان وویني. ملګرو ملتونو طالبان د خپلو پریکړو د احتمالي ناوړه پرېکړوعاملین وبلل خو طالبان وایي نه غواړي ملګرو ملتونو ته ستونزې ایجاد کړي.

https://p.dw.com/p/4Pxsn
New York | UN-Generalsekretär Antonio Guterres
انځور: Manuel E./Xinhua News Agency/picture alliance

وروسته له هغې چې تیره اونۍ طالبانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز وضع کړ، د طالبانو دې پرېکړې د ملګرو ملتونو سربیره په نړیواله کچه سخت غبرګونونه را وپارول. ملګرو ملتونو پر دې کار سخته خواشیني څرګنده کړه او له طالبانو یې وغوښتل چې پر خپلو پرېکړو له سره کتنه وکړي.

ملګرو ملتونو تیره ورځ په یوه اعلامیه کې طالبان ګرم وبلل او زیاتوي چې طالبان ملګري ملتونه یو ویروونکي انتخاب ته مجبوروي. دوی همدا راز ویلي چې د راتلونکې میلادي میاشتې تر ۵ نېټې پورې افغانستان کې د خپلو فعالیتونو ارزونه کوي او له هغې وروسته به پرېکړه وکړي.

اړونده موضوع:طالبان: ملګري ملتونه باید زموږ د پرېکړو درناوی وکړي

طالبانو نن په لومړي ځل له دغه بندیز وروسته په دې تړاو غبرګون څرګند کړو او خپل دا بندیزونه یې کورني  مسایل وبلل. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې وویل: »اسلامي امارت نه غواړي چې ملګري ملتونو ته خنډونه ايجاد کړي؛ بلکې واضح کول غواړي چې دا د افغانستان يوه کورنۍ ارزښتي موضوع ده چې بل چاته هيڅ نوع ستونزه نه جوړوي او بايد ټول لوري ورته درناوی وکړي.«

خو اقتصادي او سیاسي کارپوهان بیا د طالبانو وروستی بندیز او د ملګرو ملتونو راتلونکې احتمالي پرېکړې د افغانستان لپاره د یو نوي بحران پیل بولي.

د سیاسي چارو شنونکی او د پوهنتون استاد اسحاق اتمر وايي، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کار بندیز به یوه نوې فاجعه وي دا ځکه چې افغانستان به له نړیوالې ټولنې نور هم څنډې ته شي او ممکن لکه د ۲۰۰۱ کال په څېر افغانستان د یو بل بدلون او جګړې لمبو ته وغورځېږي.

اړوند موضوع:ملګري ملتونه: طالبان موږ اړ کوي چې « ویروونکی انتخاب» وکړو

ښاغلي اتمر دویچه ویله ته وویل: »د ښځو حقونه او نور بشري موضوعات د ملګرو ملتونو د منشور برخه ده او په دې برخه کې ملګري ملتونه ځکه په حقه دي چې دا د ټولو افغانانو غوښتنه ده. که طالبان خپل دریځ نه بدلوي او ملګري ملتونه افغانستان کې خپل فعالیت دروي دا په دې معنا ده چې د نړۍ او طالبانو اړیکې په بشپړ ‌ډول مخ په ختمېدو دي او دا به افغانستان ته ډېرې ناوړه پایلې ولري.«

اتمر همدا راز زیاتوي چې طالبان له یو نوي چلنج سره مخ کېدونکي دی: »د ملګرو ملتونو ټولو بشري پروګرامونو ته د افغانانو سخت ضرورت دی او زه فکر کوم که دوی خپلې مرستې ودروي نو طالبان به دا وضعیت کنټرول نه کړای شي.«

اړوند موضوع: بېربوک: طالبان له افغانستان سره د مرستو مخه نيسي

بل لور ته د افغانستان بانک پخوانی رییس عبدالعزیز بابکرخېل، بیا وايي چې که چیرته ملګري ملتونه په افغانستان کې د خپل فعالیت او بشري مرستو په تړاو کومه نوې پرېکړه اعلان کړي نو دا به د افغانستان اقتصاد او پولي سیاست لپاره یو نوی بحران وي چې پایلې به یې په مستقیم ډول په افغان ولس پرېوځي.

بابکرخیل دویچه ویله ته په دې هکله وویل: »تر اوسه د افغانۍ ثبات بهرنیو مرستو ساتلی دی او که دا مرستې بندې شي، په بازار کې به ډالر کم شي او په پایله کې یې د افغانۍ ارزښت کمیږي چې د توکو پر قیمتونو او پولي سیاست مستقیم اغېز لري او ولس به ترې سخت اغېزمن شي.« بابکر خیل زیاتوي چې »د افغانستان میلیونونه وګړي له لوږې سره مخ دي چې په همدغه نړیوالو مرستو متکي دي او که دا مرستې درېږي نو دا به ډېرې ناوړه پایلې ولري.«

اړوند موضوع: 

آیا په افغانستان کې اقتصادي وضعيت مخ پر خرابیدو دی؟

افغانستان په نړۍ کې د بشري مرستو لوی غوښتونکی هېواد بلل کیږي. د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې افغانستان اوسمهال یو له بې مخینې بحران سره مخ دی. د شمیرو له مخې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۸ میلیونه کسان په پراخه کچه و بشري مرستو ته اړ دي.  له دې جملې څخه ۲۰ میلیونه وګړي یې له سختې لوږې سره مخ دي او ۶ میلیونه نور یې قحطۍ ته یو ګام نیږدې دي.

د ملګرو ملتونو له خوا خپرې شوي شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې مرستندویه ادارو څه باندې ۲۶ میلیونه ټنه بشري مرستې کړې دي، داسې مرستې چې وخت نا وخت یې د ویش د څرنګوالي په هکله شکایتونه هم کیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل