1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملګرو ملتونو افغانستان کې د یوناما ماموریت یو کال نور وغځاوه

۱۴۰۱ اسفند ۲۶, جمعه

د م.م. امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ په متفقه توګه په افغانستان کې خپل مرستندویه پروګرام (یوناما) د یو کال له پاره وغځاوه. شورا همدارنګه له ګوتريش څخه غوښتي چې د افغانستان په هکله دې د تعامل ېوه خپلواکه ارزونه وړاندې کړي.

https://p.dw.com/p/4OpFS
USA Sicherheitsrat der Vereinten Nationen
انځور: Mike Segar/REUTERSS

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د پنجشنبې په ورځ په متفقه توګه په افغانستان کې خپل مرستندویه پروګرام، یوناما، وخت د یو بل کال له پاره یعنې د ۲۰۲۴م کال د مارچ تر ۱۷مې پورې وغځاوه.

د یوناما په پروګرام کې دغه موضوعات شامل دي: پراخو سیاسي مذاکراتو تقویت، د بشري حقونو څخه نظارت او په اړه ېې راپور ورکونه، د بشري مرستو رسولو ته د اسانتیاو برابرول، اقتصادي او ټولنيزو ننګونو ته رسيدګي او له تروریزم او مخدره موادو پر ضد مبارزه.

تر رای ورکونې مخکې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د جاپان استازي ایشیکان کیمیهیرو وویل: «د یوناما رول په اوسني بحراني وضعیت کې لاپسې مهم او لازمي کيږي.»

ورته نور ولولئ: یوناما: د طالبانو وروستی حکم پر ناسم لوري یو بل ګام دی

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د متحده ایالاتو مرستیال استازي، رابرت وود، د رايو تر ورکړې وروسته وويل چې يوناما د «افغانستان خلکو د نجات له پاره يو پُل دی.» هغه زیاته کړه: «دا اړینه ده چې په افغانستان کې د سولې او ثبات له پاره کار وشي، کوم چې موږ ټول پرې توافق لرو چې افغانستان او نړۍ له پاره ډير مهم دي.»

خو د امنیت شورا غړو په عین وخت کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش څخه غوښتي چې له طالبانو سره د تعامل د څرنګوالي په اړه دې ېوه خپلواکه ارزونه وړاندې کړي.

په دې معنی چې یوه متحده نړیواله ټولنه څنګه کولی شي په افغانستان کې موجوده لویو ستونزو ته رسيدګي وکړي، چې په هغو کې په ځانګړې توګه د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو پر تعلیم او کار د لګول شوو محدودیتونو سربېره، په افغانستان کې ناوړه بشري او اقتصادي وضعیت او همدارنګه له تروریزم سره مبارزه شامل دي.

ورته نور ولولئ: د ملګرو ملتونو استازي په انجوګانو کې د ښځينه کارکونکو د ممانعت پر موضوع له طالبانو سره کتلي

د امنیت شورا په پریکړه لیک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتل شوي چې د افغانستان وضعیت ته د رسیدګۍ له پاره دې يو خپلواک هيئت رامنځ ته کړي او همدارنګه دې د ملګرو ملتونو سازمان په دننه او بهر کې د کلیدي رول لوبونکو له پاره کوم چې له سیاسي، بشري او پراختیايي موضوعاتو سره سر او کار لري، د یو «منسجم طرزالعمل» له پاره پروپوزولونه جوړ کړي.

امنیت شورا ویلي دي چې په دې هکله ارزونه دې نهایتاً د نومبر تر ۱۷مې پورې وروسپارل شي.

یوناما پر خپله پښتو فیسبوک پاڼه هم د خپل ماموریت د غځولو او د خپلواکې ارزونې پخلی کړی دی. یوناما لیکي دي: «د امنیت شورا همدا رنګه د ۲۶۷۹ (۲۰۲۳) شمیرې پریکړه لیک هم تصویب کړ چې د افغانستان د ستونزو د حل له پاره د همغږۍ او خپلواکۍ ارزونې غوښتنه کوي چې د راتلونکو وړاندیزونو سره سم پر یو مدغم او همغږي چلند باندې ولاړ وي.»

په پریکړه لیک کې په افغانستان کې شته ننګونې فهرست شوي چې باید ورته پاملرنه وشي، لکه بشري حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه، ناوړه بشري وضعیت، د مذهبي او قومي اقلیتونو په تړاو ستونزې، امنیت، تروریزم، د مخدره موادو تولید، ټولنیزې، اقتصادي او پراختيايي اړتیاوې، د مذاکراتو ترویج، د حکومتولۍ بهبود او د قانون حاکمیت.

ورته نور ولولئ: یوناما: د نجونو د ښوونځیو تړل یوه غمجنه او شرم آوره خبره ده

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د متحده عربي اماراتو استازې، لانا زکي نسیبه، وويل: «افغانسان د ۲۰۲۱م کال له اګست راهیسې په یو نهایت ګواښونکي مسیر کې واقع دی. زموږ هیله دا ده چې پریکړه لیک وشي کړی معتبر وړاندیزونه وړاندې کړي، داسې چې تر څو د افغانستان په هلکه سیمه ایز او نړیوال رول لوبونکي پر یو ګډ لید لوري متحد شي.»

نوموړې زیاته کړه چې دغه پریکړه لیک د امنیت شورا د پنځلسو غړو په اتفاق تصویب شوی او دا په خپله ښيي چې د افغانستان په هکله د نظر یووالی ممکن دی.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته پر نجونو او ښځو سخت محدویتونه وضع کړي دي. د طالبانو د امرونو مطابق دا وخت په افغانستان کې نجونې او ښځې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو ته نشي تلی. ښځې په غیر دولتي انجوګانو کې له کار کولو، ورزش، تفریحي پارکونو ته له تلو او له نارینه محرم پرته له سفر کولو منع شوي دي. ښځې همدارنګه له کوره بهر د وتلو په صورت کې باید خپل مخونه پټ وي.

د طالبانو حکومت تر اوسه هيڅ هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی.

(AP)mks/nz

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: