1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

چک اوکراین ته چورلکې ليږي او امریکا پر خوشه يي بمونو فکر کوی

۱۴۰۲ تیر ۱۶, جمعه

د چک جمهوریت صدراعظم وايي چې هېواد به ېې خپلې جنګي چورلکې اوکراین ته واستوي او پېلوټانو ته به ېې روزنه ورکړي تر څو د روسي یرغل پر ضد جګړه کې ورسره مرسته شوي وي. امریکا بیا اوکراین ته د خوشه يي بمونو د ليږد موضوع څيړي.

https://p.dw.com/p/4TawT
د چک جهوریت د نړېوال هوايي ځواک مې-۱۷ ډوله چورلکې
د چک جهوریت د نړېوال هوايي ځواک مې-۱۷ ډوله چورلکېانځور: imago stock&people

د چک جمهوریت صدراعظم، پيتر فیالا، د جمعې په ورځ وويل چې هیواد ېې اوکراین ته د جنګي چورلکو د لېږد تر څنګ اوکرایني پيلوټانو ته روزنه هم ورکوی چې د امریکا ساخت اف-۱۶ ډوله جنګي جيت الوتکو پيلوټانو هم پکې شامل دي. هغه د اوکراین له ولسمشر، ول,ديمیر زیلنسکي سره تر خبرو وروسته، د ناټو په سازمان کې د اوکراین د غړيتوب له وړانديزه ملاتړ وکړ.

فيالا خبريالانو ته وویل: «د چیک جمهوریت به د لاډېرو جنګي چورلکو او د سلونو زرو لوی قُطر درلودونکو مهماتو مرسته وکړي.»

هغه زیاته کړه چې دغه پروګرام همدارنګه مرسته کوي چې له لارې (اوکرایني) پيلوټانو چې په هغو کې د اف-۱۶ الوتکو پيلوټان هم شامل دي، د اوکراین په خاوره کې د روزنې امکانات برابر شي.

ورته نورو ولولئ: زیلنسکي: موږ کولی سوای د روسیې پر وړاندې ځوابي برید ژر پیل کړو

د چک صدراعظم زیاته کړه چې هېواد ېې د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسي یرغل راهیسي اوکراین ته د درونو تسليحاتو ۶۷۶ واحدونه او د متوسطو او لوي کالبیر یا قُطر درلودونکو مهماتو څه باندې څلور ميلیونه واحدونه ورکړي دي.

پيتر فیالا وویل: «موږ به دغو مرستو ته ادامه ورکړو او ټوله دیموکراتیکه نړۍ هم باید همداسې وکړي.» هغه د ناټو په سازمان کې د اوکراين د غړيتوب ترلاسه کولو ته هېله مندي ښکاره کړه او وې ویل چې هیله مند دی چې «د ناټو ټول غړي د اوکراین د غړيتوب له هڅو ښکاره ملاتړ وکړي.»

بل لور ته د نیويارک ټايمز، پوليتيکو او د ان پي آر راډيو ستیشن په ګډون، مختلفو رسنیو رپوټ ورکړی چې امريکا متحده ایالات غواړي اوکراین ته خوشه يي بمونو برابر کړي.

ورته نورو ولولئ: پوتين غواړي په بلاروس کې تاکتيکي اټومي وسلې ځای پر ځای کړي

د چک جمهوریت صدراعظم، پيتر فیالا
د چک جمهوریت صدراعظم، پيتر فیالاانځور: Vit Simanek/CTK/picture alliance

خوشه يي بمونه یا مهمات د ملکیانو د ژوند له پاره یو جدی خطر ګڼل کيږي او د اوسلو کنوانیسیون مطابق، د هغو توليد، راکړه ورکړه، زیرمه کول او کارول، ممنوع دي. سي ان ان شبکې ويلي دي چې په پام کې ده د امریکا پوځي چارواکي د جمعې په ورځ په دې ارتباط یوه اعلاميه خپره کړي. نهايي تصمیم نیول، د ولسمشر جو بایدن کار دی.

د امریکا د ګډو ځواکونو مشر، مارک ميلي، وړاندې وېلي وو چې واشنګټن اوکراین ته د روسيې پر وړاندې د دفاع له پاره د «پراخو مهماتو» پر برابرولو تمرکز لري. د سپېنې ماڼۍ له وياند څخه هم اوکراین ته د خوشه يي بمونو د احتمالي لیږد په هکله پوښتنه وشوه چې هغه ېې په ځواب کې همدا د مارک ميلي د خبرې استناد ورکړ، اما نور جزئيات ېې ور نه کړل.

ورته نورو ولولئ: د اوکراین جگړه: اروپا په پراخه کچه ځان په وسلو سمبالوي

د اوسلو کنوانسیون، د خوشه يي بمونو تولید، زیرمه کول او انتقال ممنوع کړی او په ۲۰۱۰م کال کې د نړۍ له ۱۰۰ ډير هیوادونه د هغه غړي شول. خو د دغو وسلو اصلي تولیدونکي لکه امریکا، چين او روسیې دغه تړون نه دی لاسلیک کړی.

د افغانستان، لبنان، عراق او کوزوو په ګډون هیوادونو د کلونو جګړو په تېرولو او سربېره پر دې چې جګړې پکې لا هم قرباني اخلي، له خوشه يي بمونو استفاده نه ده کړې.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.

دلته د وسلو پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم کتلی شئ: