1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

زیلنسکي: د روسیې پر وړاندې ځوابي برید به ژر پیل کړو

۱۴۰۲ تیر ۱۵, پنجشنبه

د ولودیمیر زیلنسکي په وینا، که اوکراین غوښتل سوي وسلې ژر ترلاسه کړي وای، د روسیې پر وړاندې د برید دریځ به بل ډول وای.

https://p.dw.com/p/4TUvA
Ukraine Präsident Selenskyj
انځور: Sergei Supinsky/AFP

د ولودیمیر زیلنسکي په وینا، که اوکراین غوښتل سوي وسلې ژر ترلاسه کړي وای، د روسیې پر وړاندې د برید دریځ به بل ډول وای.

د روسي اشغالګرو د شاته کولو او د نیول سویو سیمو په ځانګړې توګه د اوکراین په جنوب او ختیځ کې د نیول سویو سیمو د بېرته نیولو له پاره د اوکرایني ځواکونو ځوابي بریدونه څه موده وړاندې پیل سوي، خو لکه څنګه چې تمه ترې کيده هغه شان پرمختګ نه کوي.

د اوکراین ولسمشر د دې ورو پرمختګ یو لامل له لویدیځو ملاتړو څخه د اړتیا وړ وسلو او تجهیزاتو په ترلاسه کولو کې ځنډ ګڼي.

اړوند مطالب:ناټو د روسيې خلاف نوې دفاعي طرحې په جوړولو کې توافق ته ونه رسېده

ولودیمیر زیلنسکي له سی ان ان ټلویزیون سره په یوه مرکه کې چې د چهارشنبې په ورځ (د جولای په ۵ مه) خپره سوه وویل چې په دې مسله کې یې د اوکراین له لویدیځو ملاتړو سره هم خبرې کړې دي.

هغه ټینګار وکړ چې کیف په امریکا او اروپا کې خپلو متحدینو ته ویلي دي چې غواړي متقابل عملیات ژر پیل کړي، ځکه چې هر څومره ژر چې پیل سي هغومره به یې پرمختګ ورو کیږي.

د اوکراین ولسمشر وویل چې د ځوابي برید د پیل ځنډ، روسي ځواکونو ته دا فرصت ورکړ چې په نیول سویو سیمو کې خپل دفاعي سنګرونه پیاوړي کړي.

اوکراین | کیف د الوتکې ضد ګرځنده سیسټم
اوکراین | کیف د الوتکې ضد ګرځنده سیسټمانځور: Oleksandra Indyukhova/DW

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر څو ورځې مخکې ویلي وو چې اوکرایني ځواکونه له دریو عمده ستونزو سره مخ دي چې د دوي پروړاندي یوه لویه ننګونه د روسیې د هوايي ځواک برتري ده.

اړوند مطالب:بایډن او زیلنسکي پر کومو موضوعاتو خبرې کړي دي؟

د بهرنيو چارو وزير دیمیترو کوليبا زیاته کړې وه چې د روسي ځواکونو له خوا ځیني سیمې په درنو ماینونو پوښل سوي او د دوی قوي او کلک دفاعي لیکې بله لویه ننګونه ده چې پرمختګ یې ستونزمن کړی.

کوليبا د اوکراین په وسله والو ځواکونو کې د الوتکې ضد دفاعي سیستم نشتوالی دریمه مهمه ننګونه بیان کړې ده.

زیلنسکي له سی ان ان سره په مرکه کې دې ته هم اشاره وکړه چې اوکراین له متحده ایالاتو څخه د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو سیستم غوښتونکی دی او ویلي یې دي چې د دې تجهیزاتو په مرسته ممکن د روسيې تر دفاعي کرښي هاخوا واټن کې د روسیې پر سنګرونو برید وکړي، ترڅو د دوی د متقابل بريد د چټک پرمختګ امکان زيات کړي.

د کریمیا تر بيرته نیولو پورې د جګړې دوام

د اوکراین ولسمشر وايي چي په ځینو جبهو کې د اوکراین ځواکونه د اړتیا وړ تجهیزاتو د نشتوالي له امله د روسي یرغلګرو پر ضد د ځوابي برید فکر هم نه سي کولای.

اړوند مطالب : په اټومي بټۍ کې د خطرناکو پارونکو کړنو په اړه د زيلنسکي خبرداری

د اوکراین پر خاوره د روسیې یرغل د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ مياشتي پر ۲۴مه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په حکم پیل سو. روسیې په ۲۰۱۴م کال کې هم د کریمیا ټاپو وزمه اشغال کړه او له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې یې له خپلې خاورې سره یوځای کړه.

ولودیمیر زیلنسکي د دې سیمې د آزادولو د اهمیت په اړه وویل: «اوکراین زموږ له پاره د کریمیا له ټاپو وزمې پرته د تصور وړ نه دی او تر څو چې دغه سیمه د روسي ځواکونو په ولکه کې وي، جګړه به روانه وي.»

په همدې حال کې پر کیف او ځینو نورو مهمو ښارونو د روسیې د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه چې له شاوخوا دوو اونیو راهیسې درېدلي ول، له تېرې شنبې ورځي راهيسي بیا پیل سوي دي.

د اوکراین جګړه | پر کییف راکټي برید
د اوکراین جګړه | پر کییف راکټي بریدانځور: National Police of Ukraine/REUTERS

د استوګنې پر سیمو د روسیې نوی توغندیز برید

د لوويف ښار سیمه ایز چارواکي چې د اوکراین په لوېدیځ کې او د پولنډ د پولې په اویا کیلومترۍ کې پروت دی، وايي چې د چهارشنبې په ورځ د روسي ځواکونو له خوا د استوګنې یو کمپلیکس په نښه سوي او لږ تر لږه درې ملکیان پکې وژل سوي دي.

په هغه ویډیو کې چې هغه په خپل ټیلیګرام چینل کې خپره کړي، د لوويف ښاروال پرون د روسیې په توغندیز برید کې د اتو ملکي وګړو د ټپي کیدو او شاوخوا ۶۰  استوګنځايونو د ویجاړولو خبر وکړ.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، روسي ځواکونو څو ورځې وړاندې د اوکراین پلازمېنه د لسګونو بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړه.

اوکراین ولې له لویدیځه اف ۱۶ الوتکې غواړي؟

د کیف د پوځ قومندان سرهي پوپکو په خپل ټیلیګرام چینل کې لیکلي دي چې د کيف د هوايي دفاع سیستم، ټول هغه بې پیلوټه الوتکې چې مداخله یې کړې وه له منځه وړي دي.

ص.ذ/ن.ز