1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په کولن کي دطالب چارواکي په وینا کي جرمي ټکي نه دي ویل سوي»

۱۴۰۲ آذر ۳, جمعه

د المان د نوردراین ويستفالن ایالت یو چارواکي ویلي دي چي په کولن ښار کي د طالب چارواکي په جنجال پاروونکي وینا کي داسي څه نه دي ویلي سوي چي د جرم او د مجزاتو وړ وي.

https://p.dw.com/p/4ZP15
Abdul Bari Omar, Leiter der Lebensmittel- und Arzneimittelbehörde der Taliban
انځور: Dr Abdulbari Omar/Twitter

 په افغانستان کي د طالبانو تر واک لاندي د درملو او خوړو ادارې مشر عبدالباري عمر تېره اونۍ د المان په کولن ښارکي د افغانانو یوې ټولني ته وینا کړې وه، چي له یوشمېر نیوکو سره مخامخ سوه.

د المان د باندنیو چارو وزارت دغه وینا وغندله او دالماند کورنیو چارو وزیري هم په دغه هیواد کي د طالب چارواکي وینا «د نه منلو وړ» یاده کړه او ويې ویل چي د هیواد ادارې يې دغه موضوع څېړي.

د نوردراين ويستفالن ایالت، چي کولن ښار پکښي موجود دی، د کورنیو چارو وزیر يې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چي په دې وینا کي د مجازات وړ داسي ټکي نه دي ویل سوي چي د پولیسو مداخله توجیه کړي.

د دغه ایالت د کورنیو چارو وزیر هربرت روئل د ایالتي پارلمان د کورنیو چارو کمېسیون ته په دوسلدورف ښارکي وویل، د دغه طالب چارواکي د وینا ویډويي مواد راټول، ترجمه سوي او څېړل کېږي، خو تراوسه داسي ټکی نه دی پکښي پیداسوی، چي هغه دي د مجازاتو وړ وي.

ولې د طالبانو او پاکستان تر منځ ورځ تربلې ستونزې ډیریږي؟

روئل په دې کمېټه کي وویل، دغه طالب چارواکي په خپلو خبرو کي پر نورو خبرو سربېره د مرستو د جلبولو او د افغانستان د ملاتړ په اړه خبري کړي دي. «اوس تاسو ماته ووایاست، چي په دې کوم څه ترورستي دي؟»

نوموړي زیاته کړه چي د چارواکي په اړه هیڅ پولیسي او استخباراتي اطلاعات نه سته.

د ده په خبره: «د کونړځوانانو فرهنګي ټولنه» چي د دې غونډي سمبالوونکې وه، د دوی په اړه هم د افراطیت معلومات نه سته.

رویل دې ته په اشارې سره وویل، د المان فدرالي حکومت ته ښايي چي روښانه قوانین جوړ کړي، ترڅو په راتلونکي کي د ورته پيښو مخنیوی سوی وي.

په نوردراین ويستفالن ایالت کي د اساسي قانون د ساتني مشر ویلي دي، که څه هم په دې وینا کي د «نړيوال خلافت» په اړه څه نه دي ویل سوي، خو د «ژوندی دي وي اسلامي امارت» نارې وهل سوي، چي منظور يېافغانستان و.

زموږ له ارشیف څخه: 

د نجونو تعلیم؛ آیا طالبان او دیني عالمان د نظر اختلاف لري؟