1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان کولن کې غونډې ته د یوه طالب چارواکي د وینا موضوع څیړي

۱۴۰۲ آبان ۲۶, جمعه

د آلمان په کولن ښار کې یوې غونډې ته د یوه طالب چارواکي وینا ډیر غبرګونونه راپارولي دي. د آلمان حکومت ویلي دي چې تازه له دې موضوع خبر شوي دي او دا قضیه پلټي.

https://p.dw.com/p/4Z3vT
د آلمان کولن ښار، طالب چارواکی په دغه ښار کې د یوې افغان فرهنګي ټولنې میلمه ؤ.
د آلمان کولن ښار، طالب چارواکی په دغه ښار کې د یوې افغان فرهنګي ټولنې میلمه ؤ.انځور: Panama Pictures/picture alliance

د طالبانوادارې د درملو او خوړو ادارې سرپرست عبدالباري عمر، په هالنډ کې ځايي تولیداتو نړېوال کنفرانس کې د ګډون له پاره د خپل سفر په دوام آلمان ته راغلی او په کولن ښار کې یې د افغانانو یوې غونډې ته وینا کړې ده.

عبدالباري عمر په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د عامې روغتیا وزارت معین وو، خو اوس د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې مشر دی.

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) د عبدالباري عمر د وینا او لېدنو کتنو ویډیو خپره کړې، چې وايي نوموړي د غونډې ګډونوالو ته وویل: «هېواد کې امنیت شته، د بیا رغاونې بهیر دوام لري او باید ټول د هېواد په آبادۍ کې برخه واخلو او له خپلې پانګې د خپل هېواد په رغاولو کې ګټه واخلو.»

په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېدونکو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې دغه طالب چارواکی په هغه اروپایي هیواد کې چې لا یې هم د طالبانو اداره په رسمیت نه ده پېژندلې او دیپلوماتیک تعامل هم ورسره نه لري، خلک د طالبانو نظام ملاتړ ته وربولي.

دغه طالب چارواکي پخپله هم دغه ویډیو د طالبانو له ترانې سره نشر کړې چې پکې د غونډې له ګډونوالو سره د روغبړ په حال کې لیدل کیږي او د غونډې یو شمیر ګډونوال د غونډې په څنډه کې له هغه سره عکسونه اخلي.

د دغه غونډې په جریان کې څو وارې »د الله اکبر« او »ژوندی دې وي اسلامي امارت« شعارونه ورکول کیږي، په داسې حال کې چې د دغه سالون پر دیوالونو د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ لیدل کیږي.

یوه ګډونوال چې د غونډې د جوړونکو په استازولی یې خبرې کولې وویل، عبدالباري عمر، د کونړ فرهنګي ټولنې سره د یوې اړیکې په ترڅ کې خلکو سره د کتنو او ناستې غوښتنه کړې چې هغوی هم دا زمینه برابره کړې ده.

په دغه غونډه کې میرمنو هیڅ حضور نه درلود او عبدالباري عمر په خپلو څرګندونو کې د وضعیت د ښه کیدو په هکله د طالبانو معمول خبرې تکراروي او د خپلې وینا په یوه برخه کې له خلکو غواړي چې د لویدیځو رسنیو تر اغیز لاندې رانه شي او د طالبانو ادارې په اړه حقیقتونو ته دې پام وکړي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ځواب

د آلمان د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو ویاندویانو د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې په همدې اړه د دویچه ویله خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې د موضوع په تړاو تازه خبر شوي دي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویاند کرستیان واګنر وویل: «تاسو پوهیږئ چې د طالبانو د رژیم پروړاندې زمونږ دریځ څه دی؛ موږ په رسمي کچه له هغوی سره هیڅ ډول همکاري نه لرو. له همدې امله نه شم کولای په دې اړه خپل نظر څرګند کړم او د قضیې د روښانه کولو په حال کې یو.»

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه: «که چېرې ریښتیا هم دا سفر شوی وي، باید له کورنیو چارو وزارت څخه وپوښتل شي.»

د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویاند په دې غونډه کې د خپل همکار د څرګندونو په تائید وویل، «مونږ دا قضیه څیړو او په اړه یې مالومات وروسته شریکوو.»

د ټولیزو شبکو د کاروونکو غبرګون

په آلمان کې د طالبانو په ملاتړ د دغه طالب چارواکي وینا په ټولیزو شبکو کې هم پراخ غبرګون له ځان سره لري. ډېرو یې آلمان ته د نوموړي راتګ د پوښتنې وړ بللی. هغوی وايي، پوښتنه داده چې دغه طالب چارواکی څه ډول آلمان ته راغلی او د دې غونډې ګډونوال څوک دي؟

د ټولیزو شبکو یو کاروونکي مسعود مسلم لیکلي: «هغوی څومره په آسانی آلمان ته راځي او ویزه ترلاسه کوي، سړی حیران شي چې څه روان دي. د دې هېوادونو له پاره څوک ښه او څوک بد دي؟»

د خواله رسنیو یو بل کارونکي رفیع نیکزاد په دغه هېواد کې د بشري حقونو د فعالانو پر چوپتیا نېوکه کړې او ویلي یې دي؛ «طالب چارواکي د آلمان په کولن، هغه ښار کې چې دوه میاشتې مخکې پکې د ښځو حقونو فعالې تمنا زریاب د طالبانو د سیاست پروړاندې تحصن کړی وو، وینا کړې.»

د طالبانو د دویم ځلي واکمنۍ څخه دوه کاله تیریږي خو تراوسه هیڅ هېواد د هغوی اداره په رسمیت نه ده پېژندلې. په لویدیځو هېوادونو کې اوس هم د پخواني حکومت ګومارل شوي ډيپلوماټان خپل کار ته دوام ورکوي.