1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

«په پاکستان کې د افغان کډوالو پر کورونو چاپې وهل کېږي»

۱۴۰۲ آبان ۱, دوشنبه

په داسې حال کې چې له پاکستان څخه د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د ایستلو ټاکل شوې مودې ته څو ورځي پاتې دي، په دغه هېواد کې میشت یو شمېر افغان کډوال وایي، چې د پاکستان د پولیسو له لوري ورسره سخت چلند کېږي.

https://p.dw.com/p/4XuX5
Pakistan | Afghanische Flüchtlinge verlassen Karatschi
انځور: Sabir Mazhar/AA/picture alliance

د دغه کډوالو په خبره چې د پاکستاني پولیسو له لوري یې پر کورونو او کار ځایونو د شپې چاپې وهل کېږي او په زور مجبورېږي چې افغانستان ته ولاړ شي.


په پاکستان کې میشت کډوال مجاهد شینواری له دویچه ویله سره په خبرو کې وایي، چې له تیرو څو ورځو راهیسې د ډېرو افغان کډوالو پر کورونو او کارځایونو په توره شپه چاپې وهل شوي او په زور له کورونو ویستل شوي دي.


نوموړی وایي: «په اسلام اباد کې د ای ۱۲ په نوم د افغان کډوالو یو کمپ چې ډېر افغانان پکې میشت وه، د پاکستاني پولیسو له لوري دوه شپې وړاندې په داسې حال کې نړول شوی چې د کورنیو غړي او سامانونه یې په کوټو کې وه.»


په اسلام اباد کې میشت یو افغان کډوال ظاهر بهاند وایي: «تېره شپه د اسلام اباد په تنګ اوبو سیمه کې د هغو کسانو کورونه ویجاړ شول چې له ۲۰ تر ۲۵ کلونو په پاکستان کې اوسېدل.»


هغه وايي چې یو څوارلس کلن ماشوم نیول شوی دی چې ویزه یې ختمه شوې وه: «د هر انسان زړه مات شوی دی. د ماشوم لاسونه او پښې یې په ځنځیرونو تړل شوي وه ځکه چې د هغه ویزه پای ته رسېدلې وه.»


خو دغه معلومات تر اوسه پوري د يوې بې پرې سرچينې له خوا تائيد شوي نه دي.


په پېښور کې میشت او د لاسي کراچۍ کاروباري رسول خان وایي، چې د پولیسو ځورولو یې ژوند سخت کړی دی: «د پولیسو له لوري ځورول، پر کورونو چاپې وهل او د کاروبار په ټپه درېدولو ډېر سخت تنګ کړي یوو. که په افغانستان کې طالبان د سرپناه زمینه مساعده کړي، نو لاړ به شو کنه یو طرف او بل طرف به ګرځو.»


یو شمېر کډوال وایي چې که څه هم هره ورځ په زرګونو افغان کډوال له دغه هېواده افغانستان ته ځي، خو د پاکستان حکومت له لوري د یوې میاشتې ټاکل شوې موده ډېر کم وخت دی.


په پاکستان کې د کډوالو شورا رئیس ملک اول خان میاخېل له دویچه ویله سره په خبرو کې وایي، چې ځینې کورنۍ دومره بې وسه دي چې افغانستان ته د تللو کرایه هم نه لري: «ګڼې داسې کورنۍ دي چې ورځنۍ مزدوري کوي او په پردیو کورنو کې میشت دي، په یوه میاشت کې هغوی څنګه داسې هر څه راټول کړي؟ زموږ غوښتنه داده چې د پاکستان حکومت دې دا موده وغځوي تر اوسه دوی په ارامه توګه افغانستان ته ولاړ شي.»


ومو غوښتل په دې اړه په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت او قونسلګریو نظر واخلو خو دوی په دې اړه څه ویلو ته حاضر نه شول.
بل لور ته د طالبانو د کډوالو او بیرته راسنېدونکو چارو وزارت وایي چې په تیره نږدې یوه میاشت کې شاوخوا تر یو لک افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.


د دغه وزارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین مولوي عبدالرحمن راشد له دویچه ویله سره په خبرو کې وایي، چې له پاکستان څه په زور او خپله خوښه راستانه شویو افغان کډوالو ته یې لومړني تدابیر نیولي دي.


نوموړی وایي: «له پاکستان څه په اجباري ډول د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ په بې رحمۍ سره روانه ده. په تیره نږدې یوه میاشت کې تر شاوخوا ۵۵ زره افغان کډوالو د سپین بولدک او تورخم له لارې په جبري ډول افغانستان ته لېږدول شوي چې د ننګرهار په لعلپوري او د کندهار په تخت پل ولسوالیو کې لنډمهاله کمپونه جوړ شوي چې د اوبه رسولو سیستم او اړین توکي ورته رسېدلي دي.زموږ په لاس کې ټول امکانات به په کار واچوو چې د افغان کډوالو لومړنۍ ستونزي پرې حل کړو»


وروسته له هغه چې د پاکستان حکومت له دغه هيواده د ټولو هغه افغان کډوالو د ویستلو پرېکړه وکړه چې قانوني اسناد نه لري، د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي معین عبدالرحمن راشد وایي، چې په افغانستان کې یې د ملګروملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د دفتر د مشر لیو نارد زولو سره په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو پر مسله خبرې کړي دي او همدا راز وایي چې د پاکستان له حکومت څخه یې په دې اړه د خبرو کولو غوښتنه کړې خو دغه هېواد تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.