1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

"د کډوالو په اړه د پاکستان پريکړه پر اړيکو منفي اغېز کوي"

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ مهر ۲۸, جمعه

طالبانو تازه پاکستان ته ویلي دي چې که د کډوالو پرضد دریځ نرم نه کړي، له اسلام آباد سره یې پر اړیکو منفي اغیز کولای شي. کارپوهان وايي، پاکستان د کډوالو په اړه د امتیاز اخېستنې په لټه کې دی.

https://p.dw.com/p/4XnMy
افغان کډوالو ته د پاکستان ضرب الاجل؛ یوشمېر افغان کډوال له کراچی د وتو په حال کې
افغان کډوالو ته د پاکستان ضرب الاجل؛ یوشمېر افغان کډوال له کراچی د وتو په حال کېانځور: Sabir Mazhar/AA/picture alliance

په پاکستان کې ناقانونه افغان کډوالو ته د پاکستان په ورکړل شوي ضرب الاجل کې څه کم لس ورځې پاتې دي. پاکستان ویلي دي چې د نوامبر تر لومړی نېټې وروسته به ټول هغه کډوال له سزا سره مخ شي چې هلته د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

خو په پاکستان کې ځینې کډوال وايي چې دغه هيواد وار له مخه هلته له افغان کډوالو سره چلند سخت کړی او په بیلابیلو پلمو یې زندانونو ته اچوي.

ناوړه چلند او د ځان وژنې هڅې

په اسلام آباد کې یوه افغان خبریال چې اوس هلته دریم هېواد ته د تګ په تمه د کډوالی ژوند کوي دویچه ویله ته وویل، د پاکستاني پولیسو چلند تر دې برېده سخت شوی دی چې له امله یې آن ځينو افغانانو د ځان وژنې هڅه کړې: «پاکستان د ټولو نړېوالو قوانینو، بشري قوانینو، ګاونډېتوب اوصولو او ارزښتونو پرخلاف دلته افغانان ځوروي او افغانان له خورا بدې ورځې او سختیو سره مخامخ دي، له یو اړخه بې روزګاري، پردی وطن له بل اړخه بیا دا ډول فشارونه د دې سبب شوي دي چې ډېر افغانان له بده مرغه په رواني تکلیفونو اخته دي، تاسو به رپوټونه اوریدلي وي چې ځینو یې د ځان وژنې هڅې کړي.» 

دغه افغان خبریال چې د امنیتي ملاحظو له مخې نه غواړي په رپوټ کې یې نوم یاد شي ادعا وکړه، چې پاکستان د کډوالو له موضوع د خورا سیاسي امتیاز ترلاسه کولو هڅه کړې: «ښه بېلګه یې د کاناډا هېواد دی چې په وروستیو شپږو یا اتو میاشتو کې هغه افغانان چې دغه هېواد ته تلل نو دلته پاکستان کې یې پرې ‌ډېرې زیاتې سختې راوستې، هغوی ته یې ایګزیټ پرمټ یا د «وتو اجازه لیک» نه ورکاوه ترهغې چې کاناډا دې ته اړ شو چې له پاکستان سره يو څه ومني.»

پاکستان ته د طالبانو خبرداری

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د پاکستان سفیر ته ویلي دي چې د افغان کډوالو پرضد د پاکستان وروستۍ پریکړې له اسلام آباد سره په اړیکو کې واټن رامنځته کولای شي.

د طالبانو تر واک لاندې د آرګ پر اکس پاڼه په دې اړه لیکل شوي: «پاکستان دې د افغان کډوالو د اېستلو پر پرېکړې بیا کتنه وکړي، ځکه دغه ډول تصميمونه په عامه افکارو کې منفي انعکاس لري، د دواړو ملتونو او هيوادونو ترمنځ د فاصلې رامنځته کېدو سبب ګرځي او د هېڅ لوري په ګټه نه دي.»

طالبانو ټینګار کړی دی چې په تورخم او سپین بولدک کې هم باید افغان کډوالو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي او پاکستان دې د ښه ګاونډېتوب پر بنسټ د درملنې له پاره تللي ماشومان، ښځې او بې ګناه نېول شوي کسان له زندانونو خوشې کړي.

د آرګ اعلامیې د پاکستان د سفیر عبیدالرحمن نظاماني له قوله لیکلي چې پيغام به یې اسلام آباد کې جګپوړو چارواکو ته ورورسوي: «د پاکستان سفير وويل، موږ هڅه کوو چې ټول هغه مسايل چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د فاصلې رامنځته کېدو لامل کېږي په تفاهم حل کړو.»

پاکستان له افغان کډوالو د فشار د الې په توګه کار اخلي؟

له پاکستانه د امریکا او نړېوالې ټولنې غوښتنه

له همدې سره هممهاله د امریکا حکومت پر پاکستان غږ کړی دی چې له کډوالو سره په چلند کې دې نرمښت راولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي چې پاکستان باید د افغان کډوالو حقونو ته درناوی وکړي، په ځانګړي توګه هغه افغانان باید ونه باسي چې له نړېوالې ټولنې د خوندېتوب ترلاسه کولو په تمه په پاکستان کې د لنډمهال له پاره اوسیږي.

په اسلام آباد کې پاکستاني خبریال او د چارو کتونکي طاهر خان دویچه ویله ته وویل، پر فشارونو سربیره هم پاکستان پر خپله پریکړه ولاړ دی: «پاکستان تراوسه پر خپله پریکړه ولاړ دی، کوم وخت یې چې ټاکلی ؤ هغه پرځای دی، تېره ورځ هم د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې هغه تاریخ پر خپل ځای دی.»

د افغانستان او پاکستان د چارو دغه کتونکي وویل، که پاکستان پر خپله پریکړه ودریږي د طالبانو حکومت به له خورا سختو ننګونو سره مخ کړي.

اوس په پاکستان کې پر قانوني کډوالو سربیره شاوخوا ۱،۷ میلیونه ناقانونه افغانان اوسیږي چې که چېرې افغانستان ته وروګرځي، د سرپناه نېولې بیا تر کار، روغتیا او ماشومانو ته د زده کړو زمینو برابرولو په اړه یې پوښتنو او اندېښنو ته د قناعت وړ ځواب نه دی موندل شوی.