په ننګرهار کې د ګاز ډبې چاودنې ۹ ماشومان وژلي
۱۴۰۰ دی ۲۱, سهشنبه
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال عاقل جان عزام رسنیو ته په یوه لیږلي پیغام کې ویلي دي چې چاودنه نن دوشنبه(د جنورۍ ۱۰ مه) غرمه مهال هغه وخت رامنځته شوه کله چې د جوارو د پولیو پلورنکي ګاز ډبې چاودنه وکړه.
نوموړي ویلي په دغې پیښه کې «د ښوونځي نهه تنه کوچني ماشومان وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.»
د ننګرهار ولایت مقام هم رسنیو ته په یوې لیږل شوې خبر پاڼه کې دغه پیښه تاید کړې او ویلي دي چې د ګاز ډبې په دغې چاودنه کې یولس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار: په جومات کې چاودنې سخته مرګ ژوبله اړولې
په خبر پاڼه کې راغلي دي چې د جوارو پلورنکي د هوان یوه مرمۍ په څټک ټکولې چې وروسته دغه پیښه رامنځ ته شوې ده.
د ننګرهار ولایت مقام په دغه خبر پاڼه کې ویل شوي چې ټپیان د ننګرهار عامه روغتون ته لیږدول شوي چې د څلورو ټپي شویو ماشومانو وضعيت شدید دی.
په جلال آباد کې پر طالبانو بمي چاودنې مرګ ژوبله اړولې