1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جلال آباد کې پر طالبانو بمي چاودنې مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۰ آبان ۱۲, چهارشنبه

په جلال آباد کې د طالبانو د ګزمې موټر د سړک غاړې پر يوه ماين برابر شوی، دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي. تر اوسه کومې ډلې د بريد پړه نه ده منلې.

https://p.dw.com/p/42X6G
 Afghanistan | Taliban in Jalalabad
انځور: Stringer/AA/picture alliance

د عيني شاهدانو په حواله پېښه د چهارشنبې په ورځ (د نومبر ۳ نيټه) په جلال آباد ښار کې رامنځته شوې ده. د طالبانو يوه سيمه ایز قوماندان اسوشيتد پريس خبري آژانس ته د پېښې پخلی کړی دی او ويلي یې دي چې په دې ترڅ کې څلور طالب جنګيالي ټپيان شوي دي.

د مبارز په نوم دغه قوماندان په دې اړه چې په پېښه کې وژل شوي کسان څوک دي، جزيات ور نه کړل او زياته یې کړه چې د چاودنې په اړه پلټنې روانې دي.

داعش په جلال آباد کې پر طالبانو د بريدونو پړه منلې ده

تر اوسه کومې ډلې د پېښې پړه نه ده منلې خو د افغانستان ختيځ ننګرهار ولايت د اسلامي دولت يا داعش ډلې چې د طالبانو دښمنه ډله ده، پوخ سنګر بلل کیږي. واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې د داعش ډلې خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی.

په دې وروستيو اوونيو کې طالبان دوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه د جزياتو له ورکړې ډډه کوي او يا ډېر وروسته دغه جزيات شريکوي څو ظاهراً د داعش له خوا د اوښتي زيان کچه ټيټه وښيي.

داعش د طالبانو له تاکتيکونو څخه کار اخلي

د جلال آباد دا بمي چاودنه په کابل کې د سردار محمد داود خان پر ۴۰۰ بستریز روغتون د بريد يوه ورځ وروسته شوې ده چې د دريو طالبانو په ګډون یې ۱۹ کسان ووژل. د بريد پنځه عاملين هم په دې ترڅ کې وژل شوي دي. د کابل د دې خونړي بريد پړه د داعش ډلې پر غاړه اخيستې ده.

ب. ص/ ن. ز (AP)