ننګرهار: په جومات کې چاودنې سخته مرګ ژوبله اړولې
۱۴۰۰ آبان ۲۱, جمعهد طالبانو یوه استازې د جمعې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته تائيد کړې ده چې د ننګرهار د سپين غر ولسوالۍ په یوه جومات کې چاودنه شوې ده. چاودنه د جمعې د لمانځه پر مهال شوې ده.
د سيمي يوه سپين ږيري د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي داسي ښکاري چي بم منبر ته نژدې په يوه لاوډسپيکر کې ځای پر ځای شوی وو.
هغه وويل: »کله چي لاوډسپيکر د آزان له پاره فعال شو نو انفجار يې وکړ.«
د سيمي د يوه روغتون چارواکي فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي تر اوسه پوري پکښې »درې کسان وژل شوي او ۱۵ ټپيان دي«.
وروسته له هغه چې طالبان د اګست میاشتي په نيمايي کې په افغانستان کې واک ته ورسېدل، په دغه هیواد کې د بریدونو یوه لړۍ پيل شوې ده.
همدا د نوامبر میاشتې په پيل کې په پلازمېنه کابل کې د سردار محمد داود خان پر پوځي روغتون برید کې ۱۹ کسان ووژل شول او ډیر شمیر نور ټپیان شول.
د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې د خراسان څانګې د دې برید مسئولیت پر غاړه اخیستی و. دغه ډله په افغانستان کې د نوو واکمنانو ضد او حریف ده او په دې وروستیو کې یې د څو بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز