په مکسیکو کې پر یوې لارۍ موټر برید کې نهه تنه وژل شوي
۱۴۰۲ آذر ۵, یکشنبهڅارنوالۍ د شنبې (د نومبر میاشتې ۲۵ نیټه) په ورځ ویلي دي چې دغه برید د زراعتي ځمکو د مالکانو ترمنځ د شخړې په نتیجه کې شوی دی. دغه موټر دمکسیکو هیواد د اواکساکا ایالت په نوخیکسلنډ سیمه کې له کمین سره مخامخ شوی دی.
په دغه لارۍ موټر کې له سپرو کسانو څخه نهه تنه یې چې له ګاونډي ښار څخه راتلل، ځای پر ځای وژل شوي دي. د درو ښځو په ګډون څلور تنه نور چې ټپیان ول، روغتون ته انتقال شوي دي.
د څارنوالۍ له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې د بریدکوونکو د هویت معلومولو له پاره یې تحقیقات پيل کړي دي.
دا یوازې په څو ورځو کې دننه په اواکساکا کې دویم برید دی چې د کرنیزو ځمکو د مالکیت پر سر د شخړې په پایله کې صورت نیسي.
د چهارشنبې په ورځ دې ته په ورته یوه بله پيښه کې پنځه تنه وژل شوي وو. په وژل شوو کې دوه تنه پولیس او دوه تنه د ښاروالۍ مامورین شامل ول. د لسیزو راهیسې په مکسیکو کې د زراعتي ځمکو پر سر شخړې روانې دي، په ځانګړي توګه په سویلي بومي سیمو کې.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص