1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مکسيکو د ښځو له پاره تر ټول خطرناک هيواد

۱۳۹۷ اسفند ۱۸, شنبه

«زه کور ته ورسيدم»، هغه پيغام دی چې مکسيکويي ښځې کله چې شپې يو امن ځای ته رسيږي خپلو کورنيو او دوستانو ته يې استوي. دا د څه له پاره؟ د دې له پاره چې په دغه هيواد کې په اوسط ډول په ورځ کې ۹ ښځې وژل کيږي.

https://p.dw.com/p/3EifA
Mexiko - Frauenproteste - Gegen Gewalt an Frauen
انځور: Getty Images/AFP/P. Pardo

۲۴ کلنې مکسيکويۍ ليسبت سانچس، دويچه وله سره په مرکه کې وويل: «زه تل خپلې کورنۍ ته د يوه پيغام له لارې خبر ورکوم چې زه په آرامۍ او پرته له کومې ستونزې کور ته ورسيدم.» هغه د خپلو خبرو په ادامې وايي: «کيدای شي د ېوې ښځې په توګه له اورګاډي څخه وتښتول شئ او يا هم د واټ پر سر او يا هم ټکسي کې درباندې حمله وشي او د غلو قرباني وګرځئ، دا مهمه نه ده چې څه ډول جامې دې اغوستي، په کوم ځای کې يې او د ورځې څه وخت دی.»

ميرمن سانچس وايي د «زه کور ته ورسيدم» پيغام اوس په مکسيکو کې د ښځو له پاره په يو عادي امر بدل شوی دی، دا ځکه چې په دغه هيواد کې جنسيتي تاوتريخواله هيڅ کله تر دې حده دومره ګواښونکی نه وو. د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې په مکسيکو په يوه ورځ کې په اوسط ډول ۹ ښځې وژل کيږي.

مکسيکو د ښځو له پاره د نړۍ يو تر ټولو خطرناک هيواد په توګه ګڼل کيږي. حتی د خوارس سرحدي ښار اوس «دښځو د وژنې له پاره د نړۍ پلازمېنه» باندې مشهور شوی دی. د مکسيکو حکومت غيرفعال دی او د دا ډول تاوتريخوالو پر وړاندې ېې هيڅ ډول موثر اقدامات نه دي تر سره کړي. په مکسيکو کې اساسي ستونزه د اداراتو ضعيفوالی دی. قضا او پوليس فاسد او بيکاره دي. له همدې امله مدني ټولنه اوس د حل لارو په لټه کې ده او د (ښځو له پاره يې مرستندويه ټولنې) ايجاد کړي دي.

Gedenken an ermordete Frauen in Ciuadad Juarez, Mexiko
په مکسيکو کې د وژل شوو ښځو يادښتانځور: AFP/Getty Images/H. Martinez

په شپه کې د ښځو له پاره امن ځايونه

د بيلګې په توګه ياسمين مارتينس چې يوه ويبلاګ ليکونکې ده، په ورستيو کې يې تصميم ونيوه تر څو #SafePlaces (امن ځایونه) په نوم يو نوښت پيل کړي. هغه له دې لارې خپل هيوادوال هڅوي چې په ټولنه کې د ښځو د حفاظت له پاره کار وکړي. ميرمن مارتينس وايي: «يوه شپه کله چې زه د خپل کور پر لور پر لاره وم، له ځانه سره مې فکر وکړ که چيرته له ګواښ سره مخ شم نو د ځان د ژغورنې له پاره به څه کار وشم کړای. يو ځل مې پام شو چې يوازيني ځایونه چې لا تر هغه وخته خلاص ول کلبونه او رستورانټونه ول. فکر مې وکړ دغه ځايونه کيدای شي د هغو ښځو له پاره امن ځايونه وي او مرسته ورڅخه ترلاسه کړي کوم چې شپې له خوا له خطر سره مخ کيږي.»

ياسمين مارتينس د روان کال فبرورۍ مياشتې راپه دېخوا دغه نوښت پيل کړی او تر اوسه يې ۴۸۰ رستورانټونه او موسسې د «امن ځایونه» تر عنوان لاندې ثبت کړي دي. حتی هنري ګالريانې، د موټرو نمايندګانې، مطبعې او ډيری شرکتونه چې لاسرسی ورته اسانه او د سړکونو په غاړه موقعيت لري، په دغه نوښت کې يې ځانونه ثبت کړي دي. مارتينس وايي: «موږ له هغوي څخه غوښتنه کوو چې خپلو کارکونکو ته روزنه ورکړي چې کله په شپه کې يوه ښځه ورته مراجعه او د مرستې غوښتنه ورڅخه کوي، چې بايد څه ډول چلند ورسره وکړي. حتی د موټرو نمايندګيانې د ښځو له پاره د ليږد راليږد خدمات ترسره کوي.»

Mexiko - Frauenproteste - Gegen Gewalt an Frauen
مکسيکويي ښځې د خپلو حقونو له پاره د مظاهرو پر مهالانځور: picture alliance/dpa/M. Guzman

په مکسيکويي ټولنه کې دا ډول نوښتونه اوس د ودې او پراختيا په حال کې دي. حتی د اورګاډو تم ځایونو ته نژدې داسې لوحې تصب شوي دي چې ورباندې ليکل شوي، «که چيرته تاسو د چا له خوا تعقيب يا اذيت کيږي، کولای شئ دغه دوکان يا مغازې ته راشئ او موږ کولای شو تاسو سره مرسته وکړو.»

په ټولنيزو رسنيو رول

په رسنيو او ټولنيزو رسنيو کې هم د ښځو پر وړاندې غږونه او ښځو سره د تاوتريخوالې پر ضد اقدامات د ډيريدو په حال کې دي. د بيلګې په توګه د مکسيکو پلازمينه، مکسيکو سيتي ښار په ختيځ د نساهو آلکويوتال په ښار کې ښځو يوه فيسبوکي ډله جوړه کړې ده. دغه فيسبوکي ډله د «موږ غواړو ژوند وکړو» په نوم ده، چې د يوې ۱۱ کلنې نجلې له وژل کيدو وروسته جوړه شوې ده. د دغې فيسبوکې ډلې يوې کارونکې لوپيتا آلوارادو دويچه وله ته وويل: «موږ تصميم نيولی تر څو بې عدالتيانې په علني ډول محکومې کړو.»

دغه ډول شبکې نه يوازې دا چې عامه پوهاوی رامنځ ته کوي، بلکه په ځينو حالاتو کې له داسې مواردو سره هم مرسته کولای شي چې چارواکو له پامه غورځولي دي. آلوارادو وايي: «کله چې د ۱۲ کلنې کارينا مور او پلار موږ ته خبر راکړ چې لور يې يوه ۲۸ کلن سړي تښتولې موږ پر چارواکو فشار راوړ او کله مو چې هغه سړی پيدا کړ چارواکو ته مو وسپاره او ياد کس نن ورځ په اته کاله حبس محکوم شوی دی.»

که څه هم د آلوارادو په نظر دغه سزا لږ ده، خو هغه ډاډمنه ده چې ځان څخه د دفاع په موخه دغه ډول اقدامات به وشي کړای په مکسيکو کې تغييرات رامنځ ته او بلاخره يوه ورځ به يې هيواد د مکسيکويي ښځو او نجونو له پاره په يو امن هيواد بدل شي.

دلته هم يو انځوريز البوم ليدلی شئ!