1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهمکسیکو

مکسیکو کې پر یوه محبس برید؛ لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي

۱۴۰۱ دی ۱۲, دوشنبه

د مکسیکو هیواد په شمال کې پر یوه محبس د یرغل وروړلو د هڅې په ترڅ کې جنایتکارانو لږ تر لږه ۱۴ تنه وژلي دي.

https://p.dw.com/p/4Ld5z
Ciudad Juarez | Gefängnisaufstand führt zu 14 Toten in Mexiko
انځور: Jose Luis Gonzalez/REUTERS

د چيهواهوا ایالت لوی څارنوالۍ له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې برید کوونکو خپل زرې موټر د امریکا متحده ایالاتو سرحدي پولې ته نږدې په سیوداد خوارس ښار کې پر زندان وروستی او ډزې یې کړي دي. ویل شوي دي چې په دې پېښه کې لس تنه امنیتي ځواکونو او څلور تنه بندیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د یکشنبې ورځې په دغه برید کې ۱۳ تنه نور ټپیان شوي هم دي. د رسنیو د رپوټونو په حواله د دغه برید هدف د بندیانو خلاصول وو. د جګړې په جریان کې ۲۴ تنه بندیان په تيښته بریالي شوي دي.

د مکسیکو په زندانونو کې ډیری وختونه د تاوتریخوالي پېښې رامنځته کیږي. اکثره زندانونه چې تر خپل حده پکې ډیر بندیان وي، د جنایتکاره ډلو او بانډونو له خوا کنترولیږي.

د لوی څارنوالۍ د معلوماتو له مخې پر زندان تر برید لږ مخکې وسله والو کسانو په چیهواهوا کې پر ډیر شمیر پولیسو بریدونه کړي. زیاته شوې ده چې د دې پيښې په تړاو ۴ تنه شکمن کسان نیول شوي او دوه تنه نور یي وژل شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز