1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بيلاروس کې په اعدام محکوم شوي آلماني د بخښنې غوښتنه کړې

۱۴۰۳ مرداد ۵, جمعه

په بيلاروس کې په اعدام محکوم شوي یو آلماني وګړي په یوه ويډيو کې د بيلاروس له ولسمشر الکساندر لوکاشينکو غوښتي چې د ترحم په خاطر دې هغه وبخښي. د ۳۰ کلن ریکو ګريګر ويډيو د پنجشنبه د بيلاروس پر دولتي تلویزیون خپره شوې ده.

https://p.dw.com/p/4ikpM
په بلاروس کې د اغزن سیم تر شا د اتم نمبر زندان یوه کړکۍ. په دغه زندان کې هغه بندیان چې په عمر قید سزا محکوم شوي اوسیږي
په بلاروس کې د اغزن سیم تر شا د اتم نمبر زندان یوه کړکۍ. په دغه زندان کې هغه بندیان چې په عمر قید سزا محکوم شوي اوسیږي انځور: Zuma Press/IMAGO

یو ۳۰ کلن آلمانی چې په بيلاروس يا سپيني روسيې کې په اعدام محکوم شوی له ولسمشر الکساندر لوکاشینکو څخه ېې  د بخښنې غوښتنه کړې ده. هغه دغه غوښتنه په یوه ويډيو کې چې د پنجشنبې په ورځ د بيلاروس په دولتي تلویزیون خپره شوې، کړې ده.

د روسيې د تاس خبري آژانس پر اساس، ریکو کریګر په دغه ويډيو کې چې د بيلاروس یا سپينې روسیې پر دولتي تلویزیون خپره شويٍ ويلي دي: «زه واقعا ډېره هیله لرم چې ولسمشر لوکاشینکو ما عفوه او وبخښي. زه پر خپلې کړنې پښيمانه یم خو دا چې قرباني ېې نه درلوده خوښ یم.»

کریګر دغه راز ويلي دي چې هغه داسې فکر کوي چې د آلمان حکومت له خوا «هېر» شوی دی.

ګڼو بشري سازمانونو له بيلاروسه غوښتي دي چې پر دغه آلماني وګړي د اعدام حکم تطبیق نه کړي.

کریګر څه کړي؟

هغه وايي چې تېرکال ورڅخه اوکراین غوښتي وو تر څو د بيلاروس له پوځي ساحو عکاسي وکړي. هغه همدارنګه د بيلاروس پلازمینې مینسک د اورګاډي پټلۍ په اوږدو کې د چاوديدونکو موادو په ځای پرځای کېدو تورن دی.

د بلاروس ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو
د بلاروس ولسمشر، الکساندر لوکاشینکوانځور: Mikhail Metzel/Sputnik Kremlin Pool via AP/dpa/picture alliance

د ویاسانا په نوم د بيلاروس د بشري حقونو مرکز ويلي دي چې ريکو کریګر د تروریزم په ګډون، د جرمي کوډ د شپږمې مادې پر اساس په اعدام محکوم شوی دی. د هغه محاکمه په جون مياشت کې په غیرعلني شکل ترسره شوې، خو حکم ېې یوه میاشت وروسته اعلان شو.

ویاسانا زیاتوي چې د کریګر د لینکدين (سوداګریزه ټولنیزه رسنۍ) اکاونټ له مخې، هغه په برلین کې د امریکا متحده ایالاتو په سفارت کې د امنيتي افسر په توګه کار کړی دی او په سره صلیب کې ېې هم د ډاکټر په حیث وظیفه اجرا کړې ده.

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت يوې منبع تېره اوونۍ د فرانسې خبرې آژانس ته ويلي، چې په منسک کې د آلمان سفارت «په دې تړاو کونسلي خدماتو ته د وړ شخص د استخدام او د بيلاروس د چارواکو له پاره د پياوړي پلاو د برابرولو په حال کې دی.»

یادې سرچينې دا هم ويلي دي چې آلمان د سزا د هر ډول شرایطو پر اساس، د اعدام دغه مجازات رد کړي دي.

په بيلاروس کې د اعدام سزا قانوني ده. بيلاروس په ۱۹۹۱م کال کې له پخواني شوروي اتحاده د خپلواکې له اخیستلو راهيسي شاوخو ۴۰۰ اعدامونو درلودلي دي.

په وروستیو کې د لوکاشینکو حکومت خپل مخالفان او اعتراض کوونکي سرکوبه کړي او په زرونو هغه کسان ېې توقیف کړي چې د هغه پر ضد ېې څرګندونې کړي دي.

mks/nz/tg/rc (dpa, AFP, Reuters)

له آرشیف څخه (07.03.2018): 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل