1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: نژدي ۳۰ آلمانيان په روسيه کي بنديان دي

۱۴۰۲ اسفند ۴, جمعه

آلمان وايي چې په روسيه کې د دغه هيواد نژدې ۳۰ اتباع بندنيان دي. ويل شوي چې د دې کسانو نيمايي برخه يې روسی تابعيت هم لري.

https://p.dw.com/p/4cmoP
Russland Straflager IK-6 in Melechowo
د روسيې د آی کې شپږ زندان آرشيف انځورانځور: Natalia Kolesnikova/AFP

د آلمان حکومت وايي چې په روسيه کې نژدې دېرش آلماني اتباع دمګړۍ په بند کې دي. د آلمان په پارلمان کې د کيڼ اړخي ګوند سياستوال اندرې هونکو، لخوا د يوې ليکل شوي پوښتنې په جواب کې ياد معلومات ورکړل شوي دي.

حکومت په خپل جواب کې زياته کړې ده چې په روسيه کې په توقيف کې له آلماني تابعيت لرونکو څخه تقريباً نيمايي يې غبرګ تابعيت لرونکي دي.

برلين په جواب کې ليکلي دي چې داسي امکان نشي ردولای چې په روسيه کې په لا زيات شمېر آلمانيان بنديان وي. د آلمان د حکومت په وينا دا ممکنه ده چې په روسيه کې نور داسي کسان هم په توقيف کې وي چې د آلمان د فدرالي دولت تابعيت لرونکي وي، خو د آلمان حکومت يې په هکله تر اوسه معلومات نه لري.

د ۷ کالو د بند ممکنه سزا

د آلمان د حکومت دغه جواب د آلمان خبري آژانس ته هم رسېدلی دی، چې په ترڅ کې يې ياد خبري آژانس دغه معلومات خپاره کړي دي.

څو ورځي وړاندي د روسيې په سانکت پېترسبرګ هوايي ډګر کې يو ۳۸ کلن آلمانی ونيول شوی چې ورباندي تور دی چې له ځان سره يې داسي خواږه انتقالول چې تتراهيدروکانابينول ماده پکښې کار شوې وه. دا د چرسو اصلي ماده ده.

د روسيې د ګمرک چارواکو ويلي دي چې له دغه آلماني سره يې په کڅوړه کې شل ګرامه ياد مواد موندلي دي. په وينا يې کله چې د دغو خوږو چټکه معاينه وشوه نو معلومه شوه چې پکښي د چرسو ماده هم موجود وه.

د مخدره توکو د لرلو په تور کې دغه آلماني کس ته د ۷ کالو بند سزا اورول کېدلای شي. د روسي رسنۍ آر بي سي په وينا ياد آلمانی له هامبورګ څخه د استانبول پر لاره و سانکت پېترسبرګ ته رسېدلی و.

له سفر څخه خبرداری

د آلمان حکومت د پارلمان د غړي، اندرې هونکو د سوال په جواب کې دې ته اشاره کړې ده چې د آلمان د باندنيو چارو وزارت و روسيې ته د آلماني وګړو د سفر په ترڅ کې له خودسرانه نيونو او امنيتي موضوعاتو له کبله خبرداری تر مخه لا جاري کړی و.

تېر اونۍ د روسيې رسنۍ ميديازونا، د روسيې له خوا د مطلوبو کسانو ليسټ خپور کړی و چې په هغه کښي يو شمېر د لوېديځ سياستوال هم شامل ول.

د ياد راپور له مخې د بالټيک هيوادونو د نورو لوړ پوړو استازو تر څنګ د ايستونيا هيواد لومړۍ وزيره کايا کالاس، هم د مطلوبو کسانو په ليسټ کې شامل دی.

دا موضوع په داسې حال کې په آلمان کې مطرح شوې چې د روسيې په يو زندان کې د پوتين مخالف سياستوال ناوالني ومړ. د هغه د مړيني پر ضد احتجاج کې تر سلو زيات کسان نيول شوي ول.

آ./ا.ا./ن.ز.