بامیان: د ملي تلویزيون د رئيس له خوا د خبريال د وهلو ادعا
۱۳۹۹ اسفند ۲۵, دوشنبهپه باميان کې د خبريالانو د سيمه ایزې ټولنې مشر او د باميان د هنر د اکادمۍ مشر اسحاق اکرمي چې له دويچه ویله سره هم د آزاد خبريال په توګه کار کوي، د دوشنبې په ورځ په يوه کنفرانس کې ادعا کړې چې د باميان د ملي تلویزيون آمر د خپلو اووه کارکوونکو سره د هغه پر دفتر «هجوم ور وړی او هغه یې »وهلې ټکولی» دی.
اسحاق اکرمي وويل: «تر هغه وروسته چې زه یې ووهلم، زما وسايل یې وغورځول او مات یې کړل. زه له عدلي او قضايي بنسټونو څخه غوښتنه کوم چې دا ډول زور ازمويل په قانوني توګه تعقيب کړي.»
د باميان د ملي راډيو تلویزيون آمر رضا آرمان، د دې خبريال پر دفتر د هجوم ور وړولو ادعا رد کړې ده خو دا یې تائيد کړې چې د هغه او د اکرمي ترمنځ «فزيکي شخړه» رامنځته شوې ده.
اکرمي ادعا کوي چې د باميانو د ملي راډيو تلویزيون رئيس له خپلو کارکوونکو سره په داسې حال کې چې ډانګونه ورسره وې، سره له بوټانو د هغو دفتر ته ننوتي او تر هغه وروسته چې له دوی د بوټانو د ايستلو غوښتنه وشوه، هغه یې وواهه او وسايل او سامان یې ورته بيرون وغورځول.
خو آرمان دا قضيه بل ډول بيانوي او وايي چې له خپلو کارکوونکو سره په ګډه له هغه ودانۍ څخه د نظارت په موخه چې د باميان د هنر اکادمۍ دفتر پکې پروت دی، تللی وو چې اکرمي پرې «فزيکي بريد» پيل کړ.
اکرمي تر دې قضيې وروسته روغتون ته مراجعه وکړه او وايي چې سر یې مات شوی او ملا یې هم زخمي شوې ده. رضا آرمان د اکرمي د دې ادعا په اړه وويل: «ما يوازې له ځانه په دفاع پيل وکړ. دا نه ردوم او لاس مو سره اچولي ول.»
شخړه پر څه وه؟
په اصل کې جنجال د يوې ودانۍ پر سر دی. اکرمي ادعا لري چې دا تعير د اطلاعاتو او کلتور رياست د يوه تفاهم پر اساس د باميان د هنر اکادمۍ ته سپارل شوې ده او دا چې د راډيو تلویزيون ملي اداره د اطلاعاتو او کلتور رياست له چتر څخه خارج شوې، اوس په دې ودانۍ کې واک نه لري. هغه وويل چې تر دې دمخه د ودانۍ د تخليه کولو په اړه هیڅ ډول ابلاغيه یې نه ده ترلاسه کړې.
خو د ملي راډيو تلویزيون رئيس وايي چې دا هوکړه ليک د ملي راډيو تلویزيون د سيمه ایزې ادارې له خوا لاسليک شوې دی او اکرمي په دې هوکړه ليک کې ذکر شوي شرايط نه دي عملي کړي او څو وارې ورته د ودانۍ د خالي کولو له پاره ليک استول شوی دی.
هغه ادعا کوي چې اکرمي نه يوازې دا ودانۍ نه ده تخليه کړې بلکې نور دفترونه لکه د خبريالانو د ټولنې مقر یې هم دلته پرانيستی دی او د تخليې په اړه د مکتوب ترلاسه کولو څخه یې ډډه کړې ده.
د باميان پوليس وايي چې د دې قضيې په څېړنه یې لاس پورې کړی دی.
د خبريالانو انديښنې
د باميان يو شمير خبريالانو او مدني فعالانو د يوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د خبريالانو د وضعيت په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
د دې ولايت يو تن مدني فعال عبدالله شايګان، وويل: «زه له عدلي او قضايي بنسټونو څخه د غيرقانوني فعاليتونو د مخنيوي غوښتنه کوم.»
د دې ولايت يو شمير خبريالانو په يوه پريکړه ليک کې د عدلي او قضايي بنسټونو څخه غوښتنه کړې چې دې قضیې ته او همدا راز د خبريالانو وهلو ټکلو ورته قضيو ته جدي رسيدګي وکړي.
هغوی خبرداری ورکړی دی چې دا ډول کړنې د زور کارکوونکو له پاره فرصتونه رامنځته کوي.
شکيلا ابراهيم خيل