1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

رپوټ: په نړۍ کې کابو ۴۰۰ خبريالان زنداني دي

۱۳۹۹ آذر ۲۴, دوشنبه

د بې پولې خبريالانو ټولنې ويلي دي چې دمگړۍ په ټوله نړۍ کې ۳۸۷ خبريالان په زندانونو کې دي. د کرونا له کبله وضعيت نور هم خراب شوی او ځيني خبريالان د کرونا په اړه د رپوټ ورکولو له وجې زندان ته اچول شوي دي.

https://p.dw.com/p/3mhGG
Deutschland Symbolbild Pressefreiheit
انځور: Imago Images/S. Boness

د نړۍ په ډېرو هيوادونو کې خبريالان د سترو خطرونو په منلو سره خپل کار ته دوام ورکوي. د بې پولې خبريالانو ټولنې د دوشنبې په ورځ (د دسمبر ۱۴) د خپل کلني رپوټ لومړۍ برخه چمتو کړې ده. په دغه رپوټ کې ويل شوي دي چې په ټوله نړۍ کې د زنداني خبريالانو شمیر اوس هم لوړ دی.

د دې سازمان په خبره د دسمبر پر لومړۍ نېټه په ټوله نړۍ کې په رسنيو پورې تړلي ۳۸۷ کسان بنديان ول چې په دې توگه د تېر کال په پرتله د بنديانو شمير يوازې دوه نفره کم وو.

د رپوټ په دويمه برخه کې به چې په پام کې ده د نوي عيسوي کال تر پېليدو لږ د مخه نشر شي، د هغو خبريالانو په اړه چې وژل شوي دي، ارقام نشر شي.

د بې پولې خبريالانو ټولنې د آلمان د برخې مشره کاتيا گلوگر وايي: «په نړۍ کې د زنداني خبريالانو لوړ شمېر پر هغو خطرونو رڼا اچوي چې د مطبوعاتو د آزادۍ په مقابل کې موجود دي.» د نوموړې په خبره ډېر حکومتونه د اعتراضونو، گډوډيو او کرونا په څېر يوه بحران په اړه د خبر ورکوونکو په اړه غبرگون ښيي.

Infografik inhaftierte Journalisten EN

گلوگر وويل: «د دې هرې يوې قضیې تر شا د يوه انسان برخليک پروت دی چې له اوږده بند او احتمالي ناوړه چلن سره مخ کيږي، ځکه چې سانسور او يا جبر ته یې غاړه نه ده ايښې.»

د گلوگر همکاره سولوي آهرنس اوربانه له افریقا څخه يوه ځانگړي مثال ته اشاره کوي. د هغې په خبره د زيمبابوې خبريال هوپويل چيننو له ډېرې مودې راهيسې د کرونا د مريضانو له پاره اړينو هغو درملو په اړه څېړنې کولې چې حکومت یې په ډېره لوړه بيه پلوري. نوموړی «د زور زياتي په کارولو سره په خپل کور کې ونيول شو او زندان ته اوچول شو.» آهرنس اوربانه وويل چې دا خبريال يوه نيمه مياشت بندي وو او په ضمانت د آزاديدو غوښتنه یې څو ځلي رد شوې وه.

اړونده موضوع:بې پولي خبریالان: پاکستان د افغان خبریال په گډون شپږ خبریالان ګواښي

د بې پولې خبريالانو ټولنې په دې رپوټ کې راغلي چې د روان ميلادي کال له پسرلي راهيسې تر اوسه پورې د نړۍ په بېلا بېلو سيمو کې ۱۳۰ خبريالان يوازې د کرونا په اړه په اصطلاح د خپل سري رپوټ ورکولو له وجې نيول شوي دي چې ځينې یې څو ساعت يا څو ورځې او نور بيا څو اوونۍ بنديان ول. د دې سازمان په خبره اوسمهال په ټوله نړۍ کې ۱۴ خبريالان يوازې د کرونا په اړه د رپوټ ورکولو له وجې په زندانونو کې دي.

ب. ص/ ن. ز (Marcel Fürstenau)

زموږ له آرشيف څخه: