1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د خبريالانو له پاره تر ټولو خونړی کال

۱۳۹۹ دی ۹, سه‌شنبه

د بې پولې خبريالانو سازمان وايي چې ۲۰۲۰م کال د خبريالانو له پاره تر ټولو بيرونکی او وژونکی وو. ځينې دا ډول پيښې په داسې هيوادونو کې هم شوي دي چې هلته په رسمي توګه سوله او امن تامین دی.

https://p.dw.com/p/3nJBW
Symbolbild I Mexiko I Mord an Journalisten I Gregorio Jimenez
انځور: Raúl Méndez/Demotix/picture alliance

د بې پولې خبريالانو سازمان په خپل کلني رپوټ کې ويلي دي چې سږکال (۲۰۲۰) سربيره پر دې چې په لسونو خبريالان زندان ته اچول شوي، تبعید او يا «لادرکه» شوي، تر۵۰ ډېر يې په هدفي شکل وژل شوي دي.

د دغه سازمان په راپور کې د «افغان خبريالانو د خونديتوب کميټي» د رئيس، نجيب شريفي، له قوله ليکل شوي دي چې «يوازې په ۶ اوونيو کې موږ خپل ۴ همکاران له لاسه ورکړي دي.»

په راپور کې د يو شمیر وژل شوو خبريالانو نومونه هم ذکر شوی دي: د آزادۍ راډيو خبريال محمد الیاس داعي چې په نومبر مياشت کې په هلمند کې ووژل شو. ۳۳ کلن داعي د فعالو افغان خبريالانو څخه وو.

شاوخوا دوې اوونۍ مخکې خبرياله ملاله ميوند، چې په زړورتیا سره يې د افغان مېرمنو له حقوقو څخه دفاع کوله، په جلال آباد ښار کې په قتل ورسيده. ميرمن ميوند په ۲۰۲۰م کال کې د دوو ښځینه خبريالانو څخه يوه وه، چې په افغانستان کې وژل شوي دي.

د ویلو ده چې ډير خبريالان په ناامنو سیمو کې نه، بلکې په داسې هيوادونو کې وژل شوي چې هلته په رسمي توګه سوله او امن تامين دی، لکه ایران، هندوستان او مکسیکو.

Malala Maiwand
ملاله میوند په ۲۰۲۰م کال کې د دوو ښځینه خبريالانو څخه يوه وه، چې په افغانستان کې وژل شوي ديانځور: Rat der Friedensgespräche Afghanistan

ايران په وروستيو کې خبريال روح الله زم اعدام کړ. ۳۰ کلن زم چې يو رسنيز فعال وو، د دغه هیواد د قضائيه حکم پر اساس اعدام کړل شو. د هغه اعدام، په نړيواله کچه ډير غبرګونونه له ځانه سره درلودل.

په اکثرو پيښو کې د جنايتونو، فساد او وژنو په اړه افشا کوونکي رپوټونه د خبريالانو د وژنې سبب واقع شوي دي. له همدې امله په ځينو مواردو کې رسنۍ حتی د دې جرات هم نشي کولای چې د خبريالانو د اصلي قاتلانو نومونه واخلي.

په پاکستان، عراق او مکسيکو په څير هيوادونو کې وسله والې افراطي ډلې، فاسد سیاستوال، او جنايت کوونکي کړۍ کولاۍ شي د خبريالانو له «مزاحمت» څخه ځانونه په ډيره سادګۍ خلاص کړي.

د بې پولې خبريالانو سازمان په خبره: «د هر خبريال وژنه د اطلاع رسونې پر انساني حق باندی تیری دی.»

په رپوټ کې زياته شوې ده چې پر دغه ډول خطراتو سربيره، په ۲۰۲۰م کال کې د کرونا وبا هم د خبريالانو له پاره یو نوی خطر وو، چې د يو شمير ژوند يې واخیست. له مړه شوو خبريالانو له ډلې ځينې يې د دندو پر مهال او يا هم د مسئولانو په سپارښتنه نيول شوي چې بيا په زندان کې په کرونا ویروس اخته شوي دي.

دويچه وله ف/م.ک.ص./ن.ز.