1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اروپا: د امریکا د پوځ قومندانۍ د خطر د خبرداري درجه لوړه کړې

۱۴۰۳ تیر ۱۱, دوشنبه

په اروپا کي د امریکايي ځواکونو په څو اډو کي د خطر د خبرداري «دوهمه درجه» اعلان سوې ده. د امریکايي رسنیو په حواله د خبرداري دغه درجه د امریکايي ځواکونو په وړاندي د ممکنه ترهګر برید په معنی ده.

https://p.dw.com/p/4hiBo
Deutschland | Eucom in Stuttgart
انځور: Sebastian Gollnow/dpa/picture alliance

په آلمان او څو نورو اروپايي هیوادونو کي د امریکا پوځي اډو، د ترهګرۍ د ګواښ د خبرداري کچه لوړه کړې ده.

د امریکايي رسنیو د رپوټ له مخي، پنتاګون د تیري اونۍ په پای کي د خبرداري درجه دوهمې درجې ته چي «چارلي» نومیږي، پورته کړې ده. 

د سی ‌ان ‌ان او ای ‌بي ‌سي، شبکو دغه خبر د هغې سرچينې له خولې چي نه غواړي نوم یې رسوا سي، اعلان کړی دی.

نوموړي قومندانۍ ویلي دي چې هغه په منظمه توګه څو هغه قضیې څېړي چې په بهر کې د امریکایي ځواکونو د امنیت له پاره مهمي دي.

په اروپا کي د امریکا د پوځ د قومندې مرکز د خپلو خبرو په دوام ویلي دي چي: »د دغو هلو ځلو په چوکاټ کي، موږ زیاتره وخت لا ډیر مقررات وضع کوو، تر څو خپل تر فرمان لاندي امنیتي ځواکونو امنیت وساتو.« دغه مرکز په دې هکله نور جزیات نه دي ورکړي.

د المپيک لوبو په درشل کي خبرداری

اروپايي  چارواکو په تیره بیا د دوبي المپيک سياليو مخکیي چي په جولای میاشت کي پر پاریس کي پیليږي او همدارنګه د فوټبال په اروپايي سیالیو کي چی همدا اوس دوام لري، له ممکنه ترهګري بریدونو له رامنځته کیدو څخه خبرداری ورکړی وو.  

د خبرداري تر ټولو لوړه درجه «دلتا» نومیږي او هغه وخت اعلانیږي چي یو ترهګري برید رامنځته سوی وي او یا هم «په نیژدې وخت کي» رامنځته کیدونکی وي.

د فرانسې په ګډون، ډېریو اروپايي هیوادونو د ترهګرۍ د خبردارۍ درجه په تر ټولو لوړي کچي ته رسولې ده. دغه ګام په مارچ میاشت کي، مسکو ته نیژدې د کنسرت په یوه تالار کي تر یوه ترهګري برید وروسته واخیستل سو، چي پکښي ۱۴۰ کسان ووژل سول. ترهګري ډلي داعش د نوموړي برید مسئولیت پرغاړه واخیست.

د آلمان د کورنيو چارو وزیري نانسي فیزر، هم له دغي حملې وروسته په جرمني کي «په نیژدې وخت کي» د یوه ترهګر خطر له پیښیدو څخه خبره وکړه.

GP/NZ/AG