1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

روسيه وايي پر کريميا په بريد کې امريکا هم لاس لري

۱۴۰۳ تیر ۴, دوشنبه

روسیې ويلي دي چې امريکا پر کريميا په يوه بريد کې مساوي مسئوليت لري چې د ماشومانو په ګډون یې څلور کسان وژلي دي. په دې منځ کې په سيواستوپول کې د ميزايل تر بريد وروسته بيړنۍ وضعيت اعلان شوی دی.

https://p.dw.com/p/4hRTJ
په سواستوپول کې بريد مرګ ژبله اړولې
په سواستوپول کې بريد مرګ ژبله اړولېانځور: Sevastopol Government Press Office/ITAR-TASS/IMAGO

د روسیې د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په دغه هېواد کې د امريکا متحده ایالاتو سفيره لېن تراسي، په کريميا کې د يکشنبې ورځې د يوه بريد له کبله احضار کړې ده. په دغه بريد کې د ماشومانو په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

تراسي، ته د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل شوي دي چې واشنګټن «د دې تيري له پاره له اوکراين سره په مسئوليت کې شريک دی» او خبرداری یې ورکړی دی چې دا به پاېلې ولري. 

د کريملن وياند ديمتري پېسکوف، پر سيواستوپول باندې بريد «وحشیانه» بللی او پر امريکا یې د «روسي ماشومانو د وژنې» تور لګولی دی.

نوموړي خبريالانو ته وويل: «د متحده ايالاتو ګډون، مستقيم ګډون، چې په نتيجه کې یې ملکي روسي وګړي وژل شوي، بې له پايلو نه شي پاتېدلای.» هغه زياته کړې: «په مناسب وخت کې به وويل شي دغه [پايلې] به څه وي.»

روسیې د يکشنبې په ورځ ويلي ول چې پر سيواستوپول باندې د امريکا له خوا د ورکړل شويو « ATACMS» توغنديو په مرسته بريد شوی دی چې له دې څخه یې څلور په دافع هوا سیسټم را اچول شوي ول.

د کریمیا تاتاران خپل ټاټوبي ته د ستنېدو لپاره مبارزه کوي

د روسیې د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د پنځم میزايل د سرګلولې ټوټه کيدو تلفات اړولي دي.

روسیې په ۲۰۱۴م کال کې د اوکراين کريميا ايالت ونيوه او بيا یې په غير قانوني توګه الحاق کړ چې دغه الحاق د نړيوالې ټولنې له خوا په رسميت نه دی پيژندل شوی.

د اوکراين د ولسمشر د دفتر مشر اندرې يرمک، د دوشنبې په ورځ د تليګرام پر پاڼه ليکلي: «کريميا اوکراين دی.»

هغه زياته کړې: «روسيه بايد دا ټاپو وزمه پريږدي. د هغوی پوځ او پوځي وسايل بايد له دغه ځايه ورک شي.»

په سيواستوپول کې بيړنۍ حالت

د روسیې خبري آژانسونو رپوټ ورکړی دی چې په سيواستوپول کې بيړنۍ حالت اعلان شوی دی.

د روسیې د تاس خبري آژانس د دوشنبې په ورځ د ګورنر ميخايل رازوسشاويف، له خوا په فرمان کي راغلي دي: «زه فرمان ورکوم...... چې د سيواستوپول ښار په قلمرو کې تر بل امر پورې د بيړني وضعيت قوانين عملي شي.»

نوموړي وويل چې په دې بريد کې د ماشومانو په ګډون څلور کسان وژل شوي او ۱۵۱ نور ټپیان شوي دي چې ۷۹ یې اوس هم تر درملنې لاندې دي.

سيواستوپول د روسیې د تورې بحېرې د سمندري قواوو مرکز دی او د بېلبک پوځي هوايي ډګر چې د ملکي پروازونو له پاره هم ترې استفاده کيږي، د سيواستوپول ښار ته څېرمه پروت دی.

کيف د خپلو علمياتو په ترڅ کې د کريميا ټاپو چې په ۲۰۱۴م کال کې د روسیې له خوا الحاق شوی دی، په نخښه کوي. اوکراين په څو ځلي ويلي دي چې غواړي دغه سيمه بيرته ونیسي.