1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلماني پولیسو کي نژادپالنه؟

۱۴۰۳ شهریور ۲۰, سه‌شنبه

یوې څېړنیزې ډلې د آلمان د پولیسو ورځني کارونه دقيق بررسي کړي دي. پایله: نژادپالنه کیدای سي قصدي وي، خو نور احتمالي دلیلونه هم موجود دي.

https://p.dw.com/p/4kSK1
Deutschland | Polizei in Berlin
انځور: Paul Zinken/dpa/picture alliance

په جرمني کي پولیس د نژادپالني له تورونو سره عادي سوي دي. ځیني له انفرادي پیښو څخه خبره کوي، نور بیا  له یوې اساسي ستونزې څخه. په دې ترڅ کي ځیني پلټني هم تر سره سوي، خو پرته له کومي ښکاره نتیجې څخه. د نیدر زاکسن د پولیسو له اکاډمۍ څخه استرید یاکوبسن، او د هغې ټیم د خپلې پلټنې له پاره چي په اوس وخت کي خپره سوې، په اصطلاح د پردې شاته نظر اچولی دی. په دې ډول هغوی له ښځینه او نارینه پولیسو سره د دوو کلونو په ترڅ کي په اونیو اونیو څو ځله، د کار پر وخت ملگرتیا کړې ده.

هغوی د پولیسو  په موټر کي ورسره ناست ول، د کار پر میز او تل به په هغه ځای کي حاضر ول چي حالت به ښايي خطرناک کیدو ته نیژدو وو: یعني کله چي په کورونو کي د تاوتریخوالي، د قتل او غلاوو د پیښو له امله او یا هم د فوټبال د لوبو پر وخت له پولیسو څخه مرسته غوښتل کیده.

د «پولیسو» په نوم کوم څه موجود نه دي

یاکوبسن په برلین کې د مهاجرت په اړه رسنيو ته د معلوماتو ورکولو مرکز په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي په يوه پراخه ساحه کې د هر اړخيزو ننګونو او ورسره د بېلو کاري بڼو خبره وکړه. دغه پروفیسره ټینگار کوي چي د «پولیسو» په نوم کوم څه نسته. «سړی باید دقيق وګوري چې په حقیقت کي خبره پر څه باندي ده.»

Astrid Jacobsen Polizeiakademie Niedersachsen
د نیدر زاکسن د پولیسو له اکاډمۍ څخه ، استرید یاکوبسنانځور: blachura|photography

د پلټنې ټیم پیچلو کاري پروسو ته په کتو سره له ځانه وپوښتل: «په کومو ټکو کي نژاد پالنه هڅول کیږي او یا هم آیا هغه ښکاره ده؟. هغه کیدای سي په اطمینان سره د پولیسو له ارادې پرته هم رامنځته سي.» یاکوبسن ټینگار کوي چی د هغوی د برداشتونو له مخي، لومړنی حالت په ځانگړي ډول پرته له تحریک څخه کنترولونو په برخه کي ستونزمن دی، دا ځکه چي هغه د اولس د معلوماتو له مخي نه دي.     

د پولیسو معمولي پوښتنه: «کوم ځای چِک کوو؟»

د پولیسو له پاره ننگونه په دې کي ده چي په خپله باید پریکړه وکړي: «چیري باید سفر وکړو؟ کوم ځای وگورو؟ او کوم ځای چک کوو؟»

یاکوبسن داسي یو مثال راوړي چي هغوی او د هغې ټیم ورسره وو: «موږ کولای سول وگورو چي په عمومي ډول په یوه البانیايي پسې کتل کیدل چي د کوکائینو معامله یې کوله. دغه ډول عمومي کول بیا څارنه کنترولي.» یاکوبسن انتقاد کوي چي یوازي د هغو خلکو چلند نقش لوبولی چي د پولیسو په تمرکز کي راځي، دا ځکه چی ټول نور کسان نه مشاهده کیږي.

د پولیسو په ورځني ژوند کي داسي گواښوونکي شرایط شاملیږي چي په بدترین حالت کي گومار سوي پولیس باید د خپل روغتیايي حالت او ژوند له کبله اندیښمن سي. یاکوبسن وايي چي وروسته بیا خلک کله چي په اصطلاح د قومي گواښ محرکونه رامنځته سي ډېر وخت دې ته نه گوري چي په ساحه کي وضعیت څنگه دی. د هغې هدف د مثال په ډول د روسانو په هکله عمومي ارزیابي ده چي «هغوی په ځانگړي ډول خشن او یا هم په اصطلاح « لویدیځ وال» بلل کیږي چي په خاص ډول احساساتي دي او د هغوی چلند مخکي له مخي د اټکل وړ نه وي.»

د ژبې له لارې نژادپالنه

کله چي مو له ټولنیزه پلوه محرومې یوې سیمه کي کار کاوه، ویل کیدله چي موږ مخکي له دې دغه ساحه پیژندله او دا یو ځانگړی هدف «مشتري» دی. همدارنگه له داسي کلمو لکه «جت» او «قبیلې» څخه هم استفاده کیدله. یاکوبسن دغه ډول چلند دا ډول ارزیابي کوي: «دا ښکاره سوه چي د اضافي کټگوریو د توکمیز کولو او نژاد پالني یا راسیزم کولو د خطر ارزیابي لا پسې زیاته سوې ده.»

د هغې له پاره د هغې د پلټنې د میتودولوژي تگلاره مهمه ده: تمرکز د پولیسو د افسرانو پر انفرادي ارزښتونو او د هغوی پر طرز تفکر باندي نه وو. دغه څېړنه ښيي: «دا د هغو انفرادي پولیسو په هکله نه وو چي نامناسب یا د نژاد پالنې چلند لري او یا هم هغو کسانو باندي چي د فشار او یا هم بیري له امله ناسم چلند کوي، بلکي په دې اړه چي آیا د پولیسو په ورځني ژوندانه کي ټاکلي طرزالعملونه او عادي کارونه داسي طرح سوي چي د ټاکلو ډلو انسانانو په وړاندي نژادپالنه  زیاتیږي.»   

کله چي ظاهري بڼه پریکړه کوي

تحلیل په اصطلاح د یوه تونل د دید د گواښ په هکله خبري کوي: خلک په ساحه کي د لیدو له پاره د هغوی د ظاهري بڼې له مخي ټاکل کیږي. تمرکز په تیره بیا پر هغو کسانو وو چي په عامه ځایونو کي د ټاکلو جرمونو د مرتکبینو د راښکاره کیدو په اړه یې د پولیسو له نظریاتو سره یې مطابقت درلود. خو له پیل څخه هغه کسان په نظر کي نه وه نیول سوي چي یو بل ظاهري انځور یې درلود.

په دغه څیړنه کي د یوه پولیس له قوله ویل سوي: «تاسي دلالان د هغوی له ظاهري بڼې څخه تشخیص کولای سی. دا د تجربې له مخی ده. یو البانیايي او د ختیځي اروپا یو کس یوازي داسي په نظر راځي، لکه څنگه چي هغوی ښکاري. »د پلټني د ټیم له نظره ستونزه: دا ځکه خلک دې ته گوري چي هغوی څرنگه ښکاري. او نه له دې کبله چي هغوی شکمن چلند کوي، هغوی په سیستماتیک ډول د پولیسو د څارنې فوکس گرځي. 

د انتخابي درک ستونزه معلومه ده

دا حقیقت چي یوازي د ټول انځور یوه برخه درک کیږي، د پولیسو په کړۍ کي هغه معلومه ده، لکه څنگه چي په څېړنه کي هم هغه لوستل کیدای سي: «د مخدره موادو  پلټونکي بیا په خپله رپوټ ورکوي چي د مخدره توکو د کشف له سپیانوڅخه په استفادې سره، د مخدره موادو اړونده مقدار له خلکو څخه ضبط سول چي هغوی هیڅکله نه وه چک کړي، دا ځکه چي هغوی د مرتکب کس له مشخصاتو سره سمون نه درلود.» 

استرید یاکوبسن رپوټ ورکوي چي د څېړنو نوي نتایج کیدای سي ځیني پایلې ولري. په نیدر زاکسن کي پولیس او د کورنیو چارو وزارت زیگنال ورکړی وو چي هغوی غواړي له خپل ټیم سره په گډه د بیلابیلو کارونو پروسو ته پراختیا ورکړي. سربیره پردې د نیدر زاکسن نتایج نورو ایالتونو ته هم انتقالیدای سي.

د پولیسو دغه کارپوهه په دې باور ده چي په زولینگن کي د شکمن افراطي اسلامپاله د برید له دلیل مخکي چي درې کسان پکښي ووژل سول، په عاجل ډول متقابل اقدامات ضروري دي. «هغه کسان چي د نژاد پالنې تجربه لري، ډیر ژر افراطي کیږي.»

GP/NZ/DW:Online