1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي د راسیزم پرضد د ډیري مبارزې غوښتنه

۱۳۹۹ بهمن ۲۹, چهارشنبه

د جرمني په هاناو ښار کي د خونړۍ حملې د یوکلنۍ په مناسبت د دغه هيواد د ادغام وزیري د راسیستي انګیزې پر بنأ تشدد پرضد د لا ډیري مبارزې غوښتنه وکړه. په دغه حمله کي د یوه افغان په ګډون ۹ کسان ووژل سول.

https://p.dw.com/p/3pSyR
Deutschland | Gedenken an die Opfer des Anschlag in Hanau
انځور: Tuncay Yildirim/DW

د جرمني د ادغام وزیري، انیته ویډمن-موڅ  نن چهارشنبه(د فبرورۍ میاشتي۱۷مه) د فونکه میډین ورځپاڼو سره په خبرو کي د راسیستي تشدد پرضد د لا ډيري مبارزې غوښتنه وکړه.

هغې وویل: «د هاناو ښار راسیستي قتلونه موږ ټوله مکلف کوي چي لا ډیر څه وکړو.»

د جرمني حکومت د راسیزم او تبعیض پر ضد مشخص اقدامات کوي: مثلأ مخکي له مخکي د هغه مخنیوی، جزايي تعقیب او قربانیانو سره د کومک او مشورې ورکولو له لاري. 

انیته ویډمن-موڅ ټینګا وکړ چي په عین حال کي د هر تبعه څخه غوښتل کیږي، د راسیزم پرضد ښکاره دریځ او د کرکي او تشدد پرضد خپل اواز راپورته کړي.

د « کرکي او نفرت پر ضد زما اواز» الماني بنسټ او سیاسي تربیې د فدرالي ادارې له مرکز سره په ګډه هغې دداسي ابتکارونو غوښتنه وکړه، چي له لاري يې د ښی اړخو افراطیانو د تشدد د قربانیانو یادونه هم کیږي.

د هاناو ښار د خونړۍ حملې د یو کال پوره کیدو په مناسبت د «کرکي او نفرت پر ضد زما اواز» الماني بنسټ یو نوی کمپاین شروع کړی دی. د جرمني د حکومت په حواله بنسټ د خپلو دغو ابتکارونو له لاري د ټول جرمني د اتباعو څخه د پلاکاټونو، نشریو او یوې ټلویزوني خپروني له لاري غواړي چي د راسیزم، راسیستي نفرت او راوپاروني په مقابل کي ودریږي.

د بنسټ په حواله دغه کمپاین د ۵۰ مشهورو ستورو او نامتو کسانو، د هغې جملې څخه لوبغاړې، ایریس بیربن، سندرغاړی، ماکس رابه او په جرمني کي د یهودانو د مرکزي شورأ د رئیس، جوزیف شوستر له خوا حمایه کیږي.

Deutschland | Gedenken an die Opfer des Anschlag in Hanau | Cetin Gultekin
انځور: Tuncay Yildirim/DW

د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ پر ۱۹مه یوه ۴۳ کلن الماني د هاناو ښار په دوو قهوه خانو کي ۹ انسانان په قتل ورسول، چي ټولو یې خارجي ریښه درلوده. په هغو کي یو افغان ووژل سو او بل یې سخت ټپي سو. د جرمني لوی څارنوالۍ دغه حمله یوه سخته راسیستي او د تبعیضه ډکه حمله بللې ده.

د هاناو د خونړۍ پيښي په مناسبت په دغه ښار کي د جمهوررئیس، فرانک والټر شټاین مایر سره د قربانیانو د یاد مراسم پلان سوي دي.