1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولیس مقدساتو ته د سپکاوي کوونکي شکمن کس په لټه کې دی

۱۴۰۲ مرداد ۲۶, پنجشنبه

د پاکستان پولیس وايي د مسلمانانو مقدساتو ته د سپکاوي کوونکي شکمن کس د نیولو هڅې روانې دي. د پاکستان په ختیځ کې یو شمیر مسلمانانو د یوه عیسوي له خوا قران کریم ته د سپکاوي کولو ادعا له کبله په تاوتریخوالي لاس پورې کړ.

https://p.dw.com/p/4VHcg
Pakistan | Angriffe auf Kirchen in Jaranwala
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

تر اوسه پورې د دې پيښې له کبله د مرگ ژوبلې په هکله رپوټ نه دی ورکړل شوی. د تاوتریخوالي لمن د پراخیدو له کبله حکومت سیمې ته آضافي پولیس او د نظم د ټینگښت له پاره پوځیان واستول.

د چهارشنبې په ورځ (اگست میاشتې ۱۶ نیټه) د پنجاب ایالت د فیصل اباد ولسوالۍ په جارانواله سیمه کې تاوتریخوالي هغه وخت زور واخیست چې د دې سیمې یو شمیر مسلمانانو ادعا وکړه چې د راجا امیر په نوم د سیمې یوه عیسوي اوسیدونکي او ملگري یې اسلامي مقدساتو ته سپکاوی کړی د قران کریم پاڼې څیرې کړي، پر ځمکه یې غورځولي او پر نورو پاڼو یې توهین آمیزه څرگندونې لیکلي دي.

د پولیسو مشر رضوان خان ویلي دي چې دې موضوع مسلمانان په غوسه کړل او بیا خلک را ټول شول او پر څو کلیساو او د عیسویانو پر کورونو یې بریدونه پیل کړل او د هغوی وسایل یې وسوځول.

د عیسوي ټولنې یو شمیر خلک د خپل ژوند د ژغورنې په موخه له خپلو کورونو تښتیدلي دي. بالاخره پولیسو مداخله وکړه، هوایي ډزې یې وکړې او د علماو او مخورو په مرسته یې برید کوونکي تيت او پرک کړل. چارواکو همدارنگه ویلي دي چې پولیسو د دغو کډوډیو او شورش د ټولو عاملینو د پيدا کولو هڅې پیل کړي دي.

د پولیسو مشر بلال محمود خبریالانو ته وویل چې دوی د شکمن کس راجا امیر د پیدا کولو په لټه کې دي، څو هغه ونیسي او معلومه کړي چې آیا هغه قران ته سپکاوی کړی دی او که څنگه؟

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوو ویډیوگانو او انځورونو کې لیدل کیږي چې د قهرچنو پاریدلو کسانو یوه ډله کلیسا ته د ننوتلو په حال کې ده، چې خښتې او اور لگونکي توکې غورځوي. په یوه بله ویډیو کې دوې نورې کلیساوې لیدل کیږي چې تر برید لاندې نیول شوي دي. هجوم ور وړونکي کسان سامانونه دباندې غورځوي او بیا ورته اور اچوي او کړکۍ ماتوي.

په ویډیو کې څو تنه پولیس هم لیدل کیږي چې د صحنې ننداره کوي او د ورانکاریو مخه نه نیسي.

په یوه بله ویډیو کې لیدل کیږي چې یو کس د کلیسا بام ته خیژي، صلیب راپورته کوي او څو واره یې په څټک وهي چې په کوڅه کې د موجودو خلکو له خوا تشویقیږي.

یوه سیمه ایز کشیش خالد مختار وویل، ډېر عیسویان چې په دې سیمه کې ژوند کوي، امنو ځایونو ته تښتیدلي دي. هغه وویل: «زما کور هم سوځول شوی دی».

مختار وویل چې جارانواله کې ۱۷ کلیساوې موجودې دي او هغه باور لري چې په اکثرو یې برید شوی دی، خو سیمه ایزو چارواکو دغه خبر نه دی تائید کړی.

د گلشن برکات پلار چې د کاتولیکي ادیانو ملي انیستیتیوت کې د کلیساو تاریخ تدریسوي واضح کړه چې دغه «ناسمې ادعاوې» دي. هغه وویل چې سیمه ایز جوماتونه هم گرم دي، ځکه په همدې ورځ یې له خپلو لوډسپیکرونو څخه اعلان کړی دی چې خلک دې را ټول شي او «پر کلیساو او د عیسویانو پر ټولنو برید» وکړي.

هغه وویل: «زموږ د مسلمان ورونو احساسات ډیر زر را پاریږي، حتی په آوازو هم».

د جارانواله په جوماتونو کې هیڅ یو عالم د خلکو د راټولولو ادعا د تاییدولو له پاره موجود نه و.

خان وویل چې آضافي پولیس ځواکونه استول شوي دي او څیړنې جریان لري. هغه وویل ټول هغه کسان چې په برید کې ښکیل ول، تر قانوني بهیر لاندې به ونیول شي. هغه وویل: «زموږ اصلي لومړيتوب د عیسویانو د ژوند ژغورل وو».

د ورځې په پای کې پوځ د پولیسو د مرستې له پاره سیمې ته را ورسید. له قهرجنو مسلمانانو څخه غوښتنه وشوه چې بیرته خپلو کورنو ته ستانه شي. په ظاهره کې له هغوی سره ژمنه وشوه چې هغه کس به ژر ونیسي چې قرآن کریم ته يې بې حرمتي یا سپکاوی کړی دی.

مقدساتو ته د سپکاوي تورونه په پاکستان کې معمول دي. په دغه هیواد کې مقدساتو ته د سپکاوي قانون پر اساس، هغه کس چې د اسلام مقدساتو او یا یېپيغمبرانو ته د سپکاوي په برخه کې گرم وگڼل شي، د اعدام په سزا محکوم کیږي.

که څه هم چارواکي مقدساتو ته د سپکاوي له پاره د اعدام سزا عملي کوي، خو ډېر وختونه یوازې تور لگول هم په له تاوتریخوالي ډک تشنج بدلیږي او د غیرقانوني وژنو سبب کیږي.

nz/ns (AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب