1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهپاکستان

پاکستاني پولیسو د پیغمبرۍ دعوه کوونکې ښځه نیولې

۱۴۰۲ فروردین ۲۶, شنبه

د پاکستان پولیسو د جمعې په ورځ مذهب ته د سپکاوي په تور یوه میرمن نیولې ده. پر دغې مېرمنې تور دی چې احتمالاً ادعا یې کړې چې د اسلام د دین پیغمبره ده. پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي جرم ان د مرګ سزا لرلای شي.

https://p.dw.com/p/4Q7zO
Polizist in Pakistan
انځور: AFP/Getty Images/A. Ali

پاکستاني امنیتي چارواکو ویلي چې د پنجاب ایالت په فیصل آباد سیمه کې یې پرون د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اپريل ۱۴ نېټه) دین ته د سپکاوي په توره یوه داسې ښځه نیولې چې د پیغمبرۍ دعوه یې کړې. په پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي جرم، د دې هیواد د قوانینو له مخې ان د مرګ سزا لري. د معلوماتو له مخې، دغه پیښه د پاکستان د پنجاب ایالت په فیصل آباد سیمه کې رامنځ ته شوې دي او پولیسو دغه ښځه له خپل کوره نیولې ده.

په سیمه کې د پاکستاني پولیسو یوه جګپوړي چارواکي ناصر علي رضوي د یادې پیښې په هکله وویل چې د یادې میرمنې له لوري د پیغمبرۍ د دعوې د خبر تر خپریدو وروسته یوه ډله قهرجن لاریون کوونکي د یادې میرمنې د کور مخې ته په دې هدف راټول شوي وو او مذهب ته د سپکاوي په تور یې د یادې ښځې د وژلو غوښتنه کوله خو په خبره یې پولیسو د دې پيښې له کیدو مخکې یاده میرمن له خپل کور څخه توقیف کړې ده.

د پولیسو چارواکي ناصر علي رضوي د نیول شوې میرمنې د هویت په هکله د نورو جزئیاتو له ورکړې پرته ویلي چې هغه ثنا الله نومیږي او دا چې له هغې سره دوه تنه نور هم نیول شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې نیول شوې میرمن به د خپل جرم له کبله محکمې ته وړاندې شي.

پر همدې موضوع ښايي دا هم په زړه پورې وي:په پاکستان کې د توهین رسالت قانون پر یوه شخړیزه بحث اوښتې

په پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي د جنجالي قانون له مخې، اسلام او یا د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي د جرم د اثبات په صورت یو شخص په مرګ او یا هم ابدي زندان باندې محکوم کیدلی شي. دغه هیواد تر اوسه پورې مذهب ته د سپکاوي په برخه کې تر اوسه پورې د اعدام سزا نه ده عملي کړې.

ښايي دا هم په زړه پورې وي: پاکستان؛ مذهب ته د سپکاوي او توهین رسالت بې ساري شکایتونه

په پاکستان کې مذهب ته د سپکاوي یوازې ادعا کفایت کوي چې خلک قهرجن شي او قانون په لاس کې واخلي او یا خونړي بریدونه ترسره کړي. په پاکستان کې میشت ځايي مدافع ډلې او نړیوال سازمانونه ادعا کوي چې په پاکستان کې زیاتره وخت مذهب ته د سپکاوي په څیر ادعاوي د شخصي دښمنیو او یا د نورو مذهبي اقلیتونو د په نخښه کولو له پاره استفاده کیږي.

آژانسونه / خ.ح / ا.و.ا