1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتپاکستان

پاکستان: بابر اعظم د کرېکټ له لوبډلمشرۍ څخه استعفا کړې

۱۴۰۳ مهر ۱۱, چهارشنبه

په نږدې یو کال کې دا دویم ځل دی چې د پاکستان د کرېکټ مشهور بیټسمین یا توپ وهونکی بابر اعظم له کپتانۍ څخه استعفا کوي. د بابر ډېر مینه وال د هغه دې پریکړې خواشینی کړي او ځینو نورو پرې مسخرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/4lKN8
بابر اعظم د ۲۰۲۳م کال د نړیوال جام په سالیو کې د سویلي افریقا پر وړاندې لوبه کې
د پاکستان د کرېکټ مشهور بیټسمین یا توپ وهونکی بابر اعظم له کپتانۍ څخه استعفا کړېانځور: Samuel Rajkumar/REUTERS

بابر اعظم د سې شنبې (د اکتوبر میاشتې لومړۍ نېټه) ماښام ناوخته اعلان وکړ چې هغه د پاکستان د کرېکټ لوبډلمشرۍ څخه د استعفا کولو پریکړه کړې ده.

بابر اعظم ته د روان کال په مارچ میاشت کې هغه وخت د لوبډلې مشري سپارل شوې وه، کله چې د پاکستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې نوموړی به د «ستراتیژیک اقدام» په لړ کې په ون ډی (یوه ورځني) او ټي ټوئنټي (شل اوریزو) لوبو کې د پاکستان د لوبډلې مشري کوي. 

مخکې تر دې بابر تیر کال په نومبر مياشت کې په ایشیا کپ او بیا د ۵۰ اوورونو په ورلډ کپ کې د پاکستان لوبډلې له مایوسوونکو لوبو وروسته استعفا کړې وه. تر هغه وروسته شاهین شاه افریدي د ټي ټوئنټي او شان مسعود د ټیسټ لوبو د کپتانۍ مسئولیت پر غاړه اخیستی و.

بابر اعظم د خپلې دې پریکړې په هکله څه وویل؟

بابر اعظم په ایکس شبکه کې د خپلې دې پریکړې د اعلانولو په ترڅ کې لیکلي دي چې ګرانو مینه والو«زه نن تاسې سره ځینې خبرې شریکوم. ما د پاکستان د ملي لوبډلې له کپتانۍ څخه د استعفا کولو پریکړه کړې ده، کوم چې تیره میاشت پي سي بي او د ټیم ادارې ته د ورکړل شوي خبرتیا له مخې د عملي کیدو وړ ده.»

بابر اعظم ویلي دي چې لوبډلمشري یوه ګټوره تجربه ده، خو په دې کې د یوه مهم کار بوج یا بار هم شامل وي. زه غواړم خپلو وړتیاو ته ترجیح ورکړم او له خپل بیټنګ څخه خوند واخلم او له خپلې کورنۍ سره ښه وخت تیر کړم، له څه څخه چې زه خوند اخلم. له استعفا کولو سره به مې مسئولیت کم شي او زما په پرمختګ کې به مرسته وکړي او په خپله لوبه او شخصي پرمختګ به ډېره توجه متمرکزه کړم. ستاسې د دوامداره ملاتړ او پر ما باندې باور کولو له امله مننه کوم. ستاسې مينه زما له پاره د نړۍ حثیت لري.»

د افغانستان د کریکټ راتلونکی څنګه دی؟

پر بابر اعظم نیوکې او فشار

بابر اعظم له تیر یونیم کال راهیسې تر سخت فشار لاندې و. د هغه په مشرۍ کې د پاکستان لوبډله د ون ډی او ټي ټوئنټي ورلډکپ د ګروپ په پړاو له لوبو څخه وایستل شوه. په ټولو درو فارمټونو کې او همدارنګه په T20 کې د بابر پر کارکردګۍ سختې نیوکې کیدلې. 

په دې وروستیو کې چې د کرېکټ نړیوالې شورا (ICC) د ټيسټ توپ وهونکو د درجه بندۍ اړوند کوم فهرست خپور کړی و، په هغه کې بابر اعظم نږدې پنځه کاله وروسته، د لسو غوره لوبغاړو څخه وتلی و. 

پر ټولنیزو رسنیو غبرګون

د پاکستان د کرېکټ مینه والو د بابر اعظم د دې پریکړې په اړه تقریباً ورته څرګندونې کړي دي. ځینو پرې مسخرې کړي دي او ځینې نورو بیا د ICC په ټورنمنټونو کې د هغه پر نیمګړتیاو نیوکې کړي دي.

په ایکس شبکه کې یوه کاروونکي واسع حبیب لیکلي دي: «بابر اعظم د ون ډی او ټي ټوئنټي کپتاني پریښې ده –(د نورو لوبډلو له پاره خواشینونکې ورځ).»

یوه بل کاروونکي ارحان په خپله تبصره کې لیکلي: «د بابر اعظم مشري بالاخره ختمه شوه.»

خو ډیر شمیر مینه والو یې ستاېنه هم کړې ده. یوه کاروونکي لیکلي دي: «بابر اعظم د پاکستان بهترین کپتان او توپ وهونکی و، د پاکستان کرېکټ بورډ دا غلط کار کړی دی».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز