1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نيپال کې الوتکه غورځېدلې؛ تر اوسه د ۳۲ کسانو مړينه تائید شوې

۱۴۰۱ دی ۲۵, یکشنبه

په نيپال کې د يکشنبې په ورځ یوې الوتکې چې ۷۲ کسان يې ليږدول سقوط کړی. تر اوسه د لږ تر لږه ۳۲ کسانو د وژل کېدو خبره شوې ده. په سیمه کې یوه چارواکي وويل چې کېدای شي د مړو شمير لوړ شي.

https://p.dw.com/p/4MCkE
په نيپال کې د جنوري ۱۵مه د غورځېدلې الوتکې د پېښه د ځای انځور
په نيپال کې د جنوري ۱۵مه د غورځېدلې الوتکې د پېښه د ځای انځورانځور: Reuters

د يتي هوايي شرکت ویاند، سودرشان بارتاولا د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «په دغه الوتکه کې ۶۸ مساپر او څلور خدمه موجود ول... د نجات عملیات په لاره اچول شوي، موږ په سملاسي توګه نه پوهيږي چې څوک به ژغورل شوي وي که نه.»

خو په یو بل تازه رپوټ کې ويل شوي چې په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۳۲ کسان مړه شوي دي.

ویاند زیاته کړه چې دغه الوتکه په مرکزي نيپال کې واقع د پوکارا زړې او نوې هوايې اډې ترمنځ سقوط کړی دی.

نيپال: د لوېدلي مسافر وړونکي الوتکي ټوټې وموندل سوې

په ابتدا کې د ګرودت دهکل په نوم یوه ځایي چارواکي وویل چې غورځېدلې الوتکې اور اخیستی او ژغورونکي هڅه کوي چې اور مړ کړي. دهکل زیاته کړه چې په «حاضر وخت کې ټولو موسساتو خپل پام د اور مړ کولو او د مساپرو ژغورنې ته متمرکز کړی دی.»

په کسکي ولسوالۍ کې یوه لوړرتبه چارواکي، تيک بهادر کېسي، وويل چې الوتکه د پوکارا هوايي اډې څخه شاوخوا ۱ اعشاریه ۶ کيلومتره لرې، ستې سیند ته نژدې رالوېدلې ده. هغه وويل چې ژغورونکي د الوتکې شاوخوا ته راټول شوي او د ژغورنې عملیات مخته وړي. هغه وويل تمه ده چې نور مړي هم وموندل شي.

پاکستان: د پوځ يوه الوتکه لوېدلې پکې سپاره ټول کسان وژل شوي

د پېښې په اړه رپوټونه پر له پسې خپرېږي او د تلفاتو ارقام هم د تغیير په حال کې دي. تر اوسه دا هم روښانه نه ده چې دغه الوتکه په څه دليل رالوېدلې ده.

د نيپال د هوايي چلند ادارې په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې په دغې دوه ماشينه ART الوتکه کې د ۶۸ مساپرو له ډلې ۱۵ یې بهرنیان دي. په بهرنیو اتباعو کې ۵ يې د هندوستان، ۴ د روسيې، ۲ د جنوبي کوریا او ۴ نور د څلورو هیوادونو، ایرلند، استرالیا، فرانسې او ارجنټاین څخه دي.

يونان ـ په «خطرناکو موادو»بار الوتکه لوېدلې ده

د نيپال صدراعظم، پوشپا کمل دهال، چې له پېښې وروسته ېې ځان هوايي اډې ته رسولی، وويل چې دغې الوتکې له پلازمېنې کتمندو څخه پوکارا ته پرواز کړی وو. هغه له امنيتي چارواکو او له عامو خلکو څخه د ژغورنې په عملیاتو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.

پر ورته موضوع له آرشیف څخه انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب