1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نيپال: د لوېدلي مسافر وړونکي الوتکي ټوټې وموندل سوې

۱۴۰۱ خرداد ۹, دوشنبه

د نيپال پوځ په غرونو کي د لادرکه سوي مسافر وړونکي الوتکي برخي موندلي دي. د تارا ائير په نوم هوايي شرکت په دغه الوتکه کي ۲۲ کسان سپاره ول.

https://p.dw.com/p/4C1tB
Nepal | Flugzeug Tara Airline
د تارا ائير الوتکهانځور: Narendra Shrestha/dpa/picture alliance

د نيپال چارواکو په دې هکله معلومات نه دي ورکړي چي ايا د تارا ائير د مسافر وړونکې الوتکي په دغه حادثه کي کوم مسافر ژوندي پاته سوي دي که نه. د دغه هيواد د پوځ وياند ناراين سلوان د دوشنبې په ورځ وويل چي پوځ د لوېدلي الوتکي د لوېدلو ځای او تباه سوي برخي کشف کړي دي. په دغه مسافر وړونکې الوتکه کي ۲۲ کسان سپاره ول. د پوځ وياند ويلي چي د عسکرو د الوتکي د لوېدنې په سيمه کي ژغورونکي عمليات پېل کړي دي.

ناراين سلوان د ټويټر پر پاڼه د خپور سوي پيغام سره د حادثې د ځای انځور هم خپور کړی دی. په دغه انځور کي د لوېدلي الوتکي تباه سوي برخي ليدل کيدلای سي چي په سيمه کي پاشلي پرتې دي.

د بيلو هيوادونو سره تړاو لرونکي سپرلي

د هوايي شرکتونو او د دولتي چارواکو په وينا لوېدلې مسافر وړونکې الوتکه د خصوصي هوايي شرکت تارا ائير ملکيت وه. د حادثې پر وخت په دغه الوتکه کي په ۲۲ سپرليو کي څلور هندي، دوه آلماني او شپاړس نيپالي وګړي شامل ول.

دغې الوتکي کي د يکشنبې په ورځ د نيپال له پلازمېني کټمنډو څخه تقريبا په ۱۲۵ کلومترۍ کي له پوکهرا سيمي څخه د جوم سوم په نوم د سېل يو مشهور ځای ته پرواز پېل کړ. د راپورونو له مخي له مځکي څخه د پورته کېدو څخه صرف ۲۰ دقيقې وروسته ورسره اړيکه وشکېدله. د معلوماتو له مخي اړيکه و موخي ته د رسېدو څخه لږ وخت مخکي پرې سوه.

د تاريکۍ او د موسم د خرابۍ له کبله د شپې پر وخت د الوتکي تلاښ ممکن نه ؤ. د نيپال پوځي او خصوصي پنځو څرخي الوتکو د دوشنبې په ورځ سهار وختي د دغې الوتکي تلاښ پېل کړ.

د نيپال د هوايي چارو ملي ادارې ويلي دي چي د لوېدلي الوتکي د ممکنه ژوندي پاته سوو مسافرو د ژغورلو له پاره يې پنځه څرخي الوتکي چمتو کړي دي.

د فلايټ ټرېکنګ فلايټ رادار ۲۴ وېبپاڼي د معلوماتو له مخي دغه الوتکه د 9N-AET په نوم ثبت سوې وه او لومړی پرواز يې په ۱۹۷۹ کي کړی ؤ

آ./ن.ز./ا.ا.