1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د پوځ يوه الوتکه لوېدلې پکې سپاره ټول کسان وژل شوي

۱۴۰۱ مرداد ۱۱, سه‌شنبه

د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ وويل چې د ېوې څرخې الوتکې د رالوېدو په پيښه کې د پوځ د یو لوړپوړي قوماندان په ګدون شپږ سرتيري وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4F1mB
Pakistan Naga Parbat Rettungsaktion Helikopter
د پاکستان د پوځ چورلکه - د آرشیف انځورانځور: Reuters/Polski Himalaizm Zimowy

دغه پيښه د پاکستان په سويل لويديځ کې د سيلابونو پر مهال د ژغورنې عملیاتو پر وخت رامنځ ته شوې ده.

په پاکستان کې د ورستیو موسمي وروښتونو او سيلابونو له کبله درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. په دې منځ کې د دغه هیواد ملکي چارواکي طبيعي پيښو ته د رسيدګۍ په لار کې پوځ پورې سخت وابسته شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس د پاکستان د پوځ له قوله ليکي چې یوه څرخي الوتکه د دوشنبې په شپه په بلوچستان ایالت کې د ژغورنې عملیاتو پر مهال له شپږو کسانو سره لادرکه شوه. په الوتکه کې د سپرو کسانو په ډله کې د پوځ يو لوړپوړی قوماندان ډګر جنرال سرفراز علي هم شامل دی او نور د الوتکې پيلوټان او تخنيکي ډله ده.

پوځ د سه شنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې وويل چې الوتکه د خرابې هوا له کبله رالوېدلې او پکې سپارله ټول کسان له منځه تللي دي. په اعلامیه کې ويل شوي دي چې «ټول شپږ واړه افسران او سرتيري شهدان شوي دي».

سږکال درونو ورښتونو او ويجاړونکو سيلابونو پاکستان ته، په ځانګړې توګه د بلوچستان ایالت هغه علاقي چې د ایران او افغانستان سرحدونو ته نژدې پرتې دي سخت زیانونه اړولي دي.

په دغو ورښتونو او سیلابونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۴۷۸ کسانو خپل ژوند له لاسه وکړی چې له دې ډلې ۱۳۶ تنه ېې په بلوجستان کې مړه شوي دي.