1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

«نواز شريف اجازه لري هيواد ته ستون شي»

۱۴۰۲ مهر ۲۷, پنجشنبه

د پاکستان یوې محکمې د پخواني لومړي وزير نواز شريف چې په تبعيد کې دی او غواړي بيرته هېواد ته ستون شي، د نيولو حکم ځنډولی دی. نوموړي ته خطر متوجې وو چې د بيرته ستنېدو په صورت کې به ونيول شي.

https://p.dw.com/p/4XkiD
د پاکستان پخوانی لومړی وزير نواز شريف
د پاکستان پخوانی لومړی وزير نواز شريفانځور: K.M. Chaudary/AP/dpa/picture alliance

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شريف، چې له څلورو کلونو راهېسې پاکستان ته نه دی ستون شوی او په لندن کې په اصطلاح په خپل سري تبعيد کې ژوند کوي، غواړي چې د ۲۰۲۴م کال د جنورۍ له پاره په پلان شويو عمومي انتخابات کې د خپل ګوند مشري وکړي.

د محکمې دا پريکړه نوموړي ته اجازه ورکوي چې د شنبې په ورځ يعني د اکتوبر پر ۲۴مه بيرته خپل ټاټوبي لاهور ته ستون شي تر څو د هغه له پاره په جوړه شوې د ښه راغلاست په غونډه کې ګډون وکړای شي. دا په داسې حال کې ده چې د نوموړي مخکښ سياسي مخالف عمران خان په زندان کې شپې او ورځې سبا کوي.

د نواز شریف وکيل امجد پرویز، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د اسلام آباد لوړې محکمې شریف ته د اکتوبر تر ۲۴مې پورې ضمانت کړی دی.» پرويز زياته کړه: «هغه دلته په رسېدو نه شي نيول کیدلای.»

نواز شریف درې ځلې د پاکستان د لومړي وزير په توګه ټاکل شوی وو خو په ۲۰۱۷م کال کې له دندې ګوښه کړل شو او د فساد په قضيه کې تر محکوميدو وروسته په ټاکنو کې د ګډون له پاره نااهل وګرځول شو.

نوموړی چې د اووه کلونو په بند محکوم شوی وو، په زندان کې د يوه کال څخه هم کمې مودې تېرولو وروسته یې د درملنې په موخه انګلستان ته د تللو اجازه ترلاسه کړه، خو بيرته پاکستان ته ستون نه شو او د پخواني لومړي وزير عمران خان، د حکومت پر وخت یې د بیرته ستنېدو د محکمې حکم له پامه غورځولی وو.

خو دې څه هغه وخت تغير وکړ چې ورور یې شهباز شريف تېر کال واک ته ورسېد او د هغه حکومت د پنځو کلونو له پاره په ټاکنو کې د کانديدانو د نه ګډون د محدوديت د لغوه کولو په ګډون په قانون کې د تغير نظارت وکړ.

شنونکو ویلي ول چې د نواز شريف ستنېدل ښايي د هېواد د پياوړې پوځي ادارې او د نوموړي د ګوند ترمنځ د يوه تړون له مخې ممکن شوي وي ترڅو د پام وړ حقوقي ننګونو مخه ونیوله شي.

خو د پاکستان موقت حکومت چې د انتخاباتو د ترسره کولو په موخه رامنځته کړل شوی دی، ويلي دي چې هیڅ داسې توافق یې نه دی کړی.

د پاکستان مسلم ليګ – ن ګوند [نواز شريف ډله] چې د پاکستان د دوو ستر ګوندونو څخه یو دی، د شنبې په ورځ په لاهور کې د يوې سترې غونډې د جوړولو پلان لري.

ياد ګوند د خپل شهرت زياتولو او محبوبيت ترلاسه کولو له پاره چې په دې وروستيو کې د ناوړه اقتصاد او انفلاسيون له وجې زيانمن شوی، د نواز شريف پر سياسي نفوذ خورا ډېره تکيه کوي.

د نوموړي په اړه په پراخه کچه دا باور موجود وو چې په تبعيد کې پر اوسيدو سربیره یې هم هغه د خپل ورور د حکومت واګي په لاس کې درلودل.

نوموړی درې ځله د پاکستان د لومړي وزير په توګه غوره شوی دی خو يو ځل یې هم خپله د صدراعظمۍ دوره پای ته نه ده رسولې.

د نوموړي د صدراعظمۍ لومړۍ دوره چې په ۱۹۹۰م کال کې پېل شوه، په ۱۹۹۳م کال کې د فساد د تورونو له کبله پای ته ورسېدله. دويمې دورې یې له ۱۹۹۷م څخه تر ۱۹۹۹م کال پورې دوام وکړ او هغه د پوځ له خوا وپرځول شو.

په ۲۰۱۷م کال کې نوموړي هغه وخت يو ځل بيا پر پوځ د ده د هدف ګرځولو تور ولګاوه چې د پاکستان سترې محکمې هغه د فساد د تورونو له کبله د ټول عمر له پاره په سیاست کې د برخه اخيستو څخه منع کړ. نواز شريف د فساد دا تورونه په کلک ردوي خو د پوځ پر ضد یې خپله تنده لهجه په دې وروستیو کې يو څه نرمه کړې ده.

د پاکستان پوځ چې تر دريو لسیزو ډېره موده یې پر دغه هېواد حکومت کړی دی، تل ورته د پردې ترشا د ستر قوت په سترګه کتل کيږي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: