1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: اپوزيسيون ګوندونو د عمران خان د استعفی غوښتنه وکړه

۱۳۹۹ شهریور ۳۱, دوشنبه

د پاکستان حکومت د سياسي مخالفو ګوندونو اتحاد په پام کې لرې راتلونکې مياشت د عمران خان حکومت پر ضد د پراخو اعتراضونو لړۍ پيل کړي. پخواني صدراعظم نواز شريف ويلي چې د پاکستان پوځ د «دولت پر سر پر يوه دولت» باندې بدل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3imAD
Pakistan: Parteiversammlung in Islamabad
انځور: PPI/ZUMA Wire/picture-alliance

د پاکستان د اپوزيسيون ګوندونو اتحاد د یکشنبې په ورځ (د سبتمبر ۲۰ نیټه) په يوه ستره غونډه کې د صدراعظم عمران خان او حاکم ګوند خلاف غږ پورته کړ. دوی له صدراعظم عمران خان د استعفی غوښتنه وکړه او په دې موخه ېې د ټول پاکستان په سطحه د لاريونونو د په لاره اچولو غوښتنه وکړه.

د «پاکستان دیموکراتيک خوځښت» (PDM) په نوم د پاکستان د اپوزيسيون ګوندونو اتحاد، په پام کې لرې چې راتلونکې مياشت د هيواد په سطحه خپلې اعتراضي مظاهرې پيل کړي.د نوازشريف لور مريم نواز او د پخوانۍ صدراعظمې بې نظير بهوټو زوی، بلاول بهوټو هم د يکشنبې ورځې د غونډې له ګډونوالو څخه ول.

Pakistan: Parteiversammlung in Islamabad I  Maryam Nawaz und Bilawal Bhutto Zardar
د نوازشريف لور مريم نواز او د بې نظيربهوټو زوی بلاول بهوټو هم په غونډه کې حضور درلودانځور: PPI/ZUMA Wire/picture-alliance

د اپوزيسيون ګوندونو اتحاد له اعتراض څخه موخه، تر هر څه دمخه د پاکستان په سیاست کې د پوځ رول پر ضد او د يو نوي حساب ورکونکوکي قانون غوښتنه ده.

د پاکستان پخواني صدراعظم او د پاکستان د مسلم ليګ نواز ګوند اوسني مشر، نوازشريف د ويډيو کنفرانس له لارې غونډې ته وويل چې د پاکستان پوځ اوس د «حکومت په منځ کې د يوه بل حکومت پر ځای د يوه دولت پر سر د بل دولت ځای خپل کړی دی.«

کله چې نوازشريف په خپلو خبرو کې د هغو پوځي جنرالانو نومونه چې پر وينا يې په سياست او اختلاس کې دخيل دي نومونه واخيستل، په ځينو تلويزيونو کې یې آواز بند کړل شو.

شريف زياته کړه: «موږ داسې انتخابي ليډران غواړو چې د هيواد چارې پر مخ يوسې، اقتصاد اداره کړي او د هیواد د بهرني سیاست په اړه تصميم ونيسي.»

پخواني صدراعظم دغه راز ادعا وکړه چې پوځ په انتخاباتو کې درغلۍ وکړې چې په نتیجه کې يې عمران خان د صدراعظم په توګه انتخاب شو.

Pakistan Nawaz Sharif
د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشريفانځور: picture-alliance/AP Photo/K.M. Chaudary

شريف چې له تیر نومبر راهیسې په لندن کې تر درملنې لاندې دی، وويل: «زموږ مبارزه د هغو افرادو پر وړاندې ده چې عمران خان يې په څوکۍ کينولی او د هغو چې په انتخاباتو کې يې لاسوهنې وکړې تر څو د هغه په څير يو ناتوانه کس د هیواد د خرابولو له پاره واک ته ورسوي.»

د پاکستان د خلکو ګوند (PPP) مشر بلاول بهوټو زرداري وویل چې پوځ باید په سياست کې هيڅ ډول رول ونه لري.

د پاکستان اپوزيسيون اتحاد په داسې وخت کې غوڼده کوي چې پاکستان په ځينو سیمو کې د پاکستاني طالبانو د نوو احتمالی ډلو له جوړيدو سره مخ دی.

د پاکستان پوځ د يکشنبې په ورځ، د پاکستان په شمال لويديځ کې د اورپکو له خوا د دوو پاکستاني پوځیانو د وژلو خبر ورکړی وو. پاکستاني طالبانو د روانې میلادي مياشتې (سبتمبر) په پیل کې د پاکستان پوځ د درو سرتيرو د وژلو مسئوليت منلی وو. دغه پوځيان د پاکستان په شمال لويديځ کې د سړک غاړې يوه ماين په چاودنه کې وژل شوي ول.

آژانسونه/م.ک.ص./ب.ص.