1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوازشريف ته د درملنې له پاره بهر ته د تلو اجازه ورکړل شوه

۱۳۹۸ آبان ۲۶, یکشنبه

 د پاکستان پخواني لومړي وزير نوازشريف ته د درملنې له پاره بهر ته د تلو اجازه ورکړل شوه. پاکستاني قاضيانو د شنبې په ورځ وويل چې شريف اوس اړ نه دی چې هغو شرايطو ته غاړه کيږدي چې بهر ته د هغه د نه تلو له پاره ټاکل شوي وو.

https://p.dw.com/p/3TB79
Pakistan Islamabad - ehemaliger Premierminister Nawaz Sharif vor NAB Gericht
آرشيفانځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/PPI

 

د آلمان خبري آژانس په حواله، د وزير نوازشريف ورور شهباز شريف پرون (د ۲۰۱۹م کال د نوامبر ۱۶مه) په لاهور ښار کې وروسته له هغې چې بهر ته د نوازشريف د تلو پريکړه اعلان شوه، خبريالانو ته وويل: «محکمې نواز شريف ته اجازه ورکړه چې د درملنې له پاره له هيواد بهر ولاړ شي او د حکومت له خوا ټاکل شوي شرايط رد کړل شول.»

په پام کې وو چې شريف به د سه شنبې په ورځ په يوه هوايي امبولانس کې لندن پر لور پرواز وکړي خو دغه پرواز وروسته له هغې وځنډول شو چې حکومت له هغه څخه د ۷ ميليارده پاکستانۍ کلدارو (۴۴،۸ ميليون دالر) د ورکړې غوښتنه وکړه.

د نوازشريف کورنۍ د دغه اقدام پر وړاندې دريدلي او استدلال يې کړی چې شريف به تر درملنې وروسته بيرته راستنيږي.

د نوازشريف د ټيم يوه غړي امجد پرويز وويل چې شريف به د څلورو اوونيو له پاره بهر واوسيږي. خو هغه زياته کړه چې د اړتيا په صورت کې کيدای شي دغه موده وغځول شي.

شريف د فساد په جرم په زندان کې اوسيږي، خو هغه ته يوه وثيقه ورکړل شوې تر څو د اړتيا په صورت کې د درملنې له پاره بهر پريښودل شي.

نوازشريف درې ځله د پاکستان د صدراعظمۍ څوکۍ ته بريالی شوی دی، خو هغه يو ځل هم خپله د صدراعظمۍ دوره نه ده بشپړه کړې.

نواز شريف په وروستي ځل په ۲۰۱۷م کال کې د لومړي وزارت له دندې لرې کړل شو. دا ده غه وروسته چي د محکمې لخوا ورباندې د فساد په يوه جنجالي قضيه کې تورونه پورې شول.

شاوخوا لس ورځې مخکې کله چې بهر ته د شريف د درملنې په اړه رپوټونه ورکړل شول، د هغه کورنۍ د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې شريف دې د ممنوع الخروجو کسانو له ډلې څخه وباسي.

د رپوټونو له مخې ۶۹ کلن شريف اوس مهال د دومداره شکر، زړه او وينې پورې اړوند د مختلفو ناروغيو څخه کړيږي.