1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

منځنی ختیځ د جګړې په درشل کې؛ امنیتي ټیم سره د بایډن ناسته

۱۴۰۳ مرداد ۱۵, دوشنبه

په منځني ختیځ کې د جګړې پراخیدو خطر په پام کې نیولو سره، جو بایډن د امریکا د ملي امنیت له ټیم سره ویني. په همدې منځ کې ایران د اسماعیل هنیه وژنې ته د غبرګون تعدیلولو له پاره د امریکا او عربي هیوادونو کوښښونه رد کړي دي.

https://p.dw.com/p/4j6yn
USA Washington | Joe Biden
جو بایډن په پام کې لري چې نن دوشنبه د امریکا د ملي امنیت له ټیم سره د ایران د غچ اخیستونکي احتمالي برید خطر په اړه غونده وکړيانځور: Brendan Smialowski/AFP/Getty Images

د امریکا متحده ایالاتو د جمهوري ریاست دفتر اعلان وکړ چې په منځني ختیځ کې د جګړې پراخیدو خطر په نظر کې نیولو سره جو بایډن په پام کې لري چې نن دوشنبه د امریکا د ملي امنیت له ټیم سره غونده وکړي.

د امریکا ولسمشر به په دې برخه کې د اردن له پاچا ملک عبدالله دویم سره هم خبرې وکړي. اردن چې په سیمه کې د امریکا یو متحد ګڼل کیږي د منځني ختیځ د شخړو په هوارولو کې د منځګړي رول لوبوي.

بل لور ته پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت ویلي دي چې د امریکا د دفاع وزیر لوئید آستین له تل ابیب سره ژمنه کړې ده چې پر اسرائیل د ایران د غچ اخیستونکي برید په صورت کې به د اسرائیل پوځي ملاتړ وکړي. نوموړي له خپل اسرائیلي سیال یواوګالانت، سره په تلیفوني خبرو کې هغه ته د «اوسپنیز ملاتړ» وعده ورکړې ده.

د امریکا د دفاع وزارت د اعلان مطابق د اسرائیل د دفاعي وړتیا د زیاتولو او په ورته وخت کې په سیمه کې د تشنج د کمولو په خاطر د امریکایي ځواکونو انتقال او ځای په ځای کول ترسره شوي دي.

پنټاګون همدارنګه اعلان کړی دی چې د امریکا دفاع وزیر له ګالانت سره په تلیفوني خبرو کې د اسرائیل او حماس ترهګرې ډلې ترمنځ د اروبند او بندیانو د ازادولو پر سر د توافق رامنځته کولو غوښتنه کړې ده.

دغه هڅې او خبرې اترې په داسې یو وخت کې کیږي چې د اسرائیل او ایران متقابلو ګواښونو شدت موندلی دی او په دې ترتیب سره په منځني ختیځ کې د جګړې د پراخیدو په اړه انديښنې مخ پر ډیریدو دي.

ولې د ایران اتومي پروګرام بیا د توجه وړ ګرځیدلی؟

د کړکیچ کمولو او زغم څخه کار اخیستنې غوښتنه

د نړۍ اوو سترو صنعني هیوادونو (جي ۷) دواړو ښکیلو خواو ته خبرداری ورکړی دی او د کړکیچ د کمولو او زغم څخه کار اخیستنې غوښتنه یې کړې ده، خو داسې معلومیږي چې نه هم اسرائیل او نه هم ایران حاضر دي چې له خپل سخت دریځ څخه لاس په سر شي.

په همدې منځ کې د وال سټریټ ژورنال رسنۍ د یکشنبې په ورځ په یوه رپوټ کې د «باخبره سرچینو» په حواله په تهران کې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه وژل کیدو ته په غبرګون کې د تعدیل یا سمون راوستلو هڅو سره د ایران د مخالفت کولو خبر ورکړی دی.

دغې امریکایي رسنۍ تهران ته د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمن الصفدي سفر ته په اشارې سره رپوټ ورکړی دی چې ایراني چارواکو عرب دیپلوماتانو ته ویلي دي چې «ورته مهمه نه ده که جګړه پیلیږي».

د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان، له الصفدي سره په لیدنه کې د هنیه وژل کیدل یو «بزدلانه او د ټولو نړیوالو حقونو او مقرراتو نقضوونکی عمل» بللی دی او ویلي يي دي چې دغه عمل به «بې ځوابه پاتې نه شي.»

د وال سټریټ ژورنال په رپوټ کې د «باخبره سرچینو» په نقل راغلي دي چې امریکا له اروپايي هیوادونو څخه هم غوښتي دي چې ایران دې د کړکیچ کمولو ته وهڅوي.

واشنګټن په ورته وخت کې په خپل پیغام کې خبرداری ورکړی دی چې د ایران له لورې هر برید به له متقابل ځواب سره مخامخ شي. امریکا دا هم ویلي دي چې د کړکیچ کمولو له پاره به اسرائیل هم تر فشار لاندې ونیسي.

اسماعیل هنیه چې د مسعود پزشکیان د سوګند په مراسمو کې د ګډون کولو له پاره تهران ته تللی و، تیره چهارشنبه د خپل اقامت په ځای کې ووژل شو. ایران پر هنیه د برید پړه پر اسرائیل ور اچوي او ګواښ یې کړی دی چې هرومرو به د حماس ډلې د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژنې غچ اخلي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب